سپورټ فوټبال

افغانانو په فوټبال کي هم بنګالیانو ته ماته ورکړه.

ليکنه: صابر حميدي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله پرون سې شنبه د بنګله دېش فوټبال ملي لوبډلي سره په تاجکستان کي ولوبېده، چي افغان لوبډلي بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، چي په یاده لوبه کي د افغان ټیم لپاره لوبډلمشر فرشاد نور د لوبي په ۲۷تمه دقیقه ګولوهنه وکړه.

دا سیالي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان دوهمه لوبه وه.

افغانانو د فوټبال په یادو سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه تېره پنجشنبه د قطر هیواد په وړاندي ترسره کړه، چي د یادي لوبډلي څخه ئې ۶ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.

افغانستان په دې سیالیو کي په پنځم ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، هندوستان او عمان سره یو ځای دئ.

افغانان به په دې ټورنمنټ کي خپله درېیمه لوبه د راتلونکي اکتوبر میاشتي په ۱۰مه نېټه د عُمان په وړاندي ترسره کړي.

څلورمه لوبه د نوومبر میاشتي په ۱۴مه نېټه د هند په وړاندي ترسره کوي.

پنځمه لوبه کي د نوومبر میاشتي په ۱۹مه نېټه یو ځلي بیا د قطر په وړاندي میدان ته کښته کیږي.

شپږمه لوبه د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتي په ۲۶مه د دوهم ځل لپاره د بنګله دېش په وړاندي ترسره کوي

اوومه لوبه کي د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتي په ۳۱مه د عُمان په وړاندي لوبیږي.

او اتمه لوبه بیا د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتي په ۹مه د هند په وړاندي ترسره کوي.

په دې ټورنمنټ کي ۴۰ آسیايي هیوادونه په ۸ ګروپونو کښي یو د بل په وړاندي لوبیږي، چي موخه ئې ورڅخه په قطر کي د ۲۰۲۲م کال او ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته لاره پيداکول دي.

له یادو ۴۰ ټیمونو څخه بل پړاو ته ۱۲ ټیمونه لاره پيداکوي.

افغان فوټبال لوبډلي پر داسي مهال بنګله دېش فوټبال ټیم ته ماته ورکړه، چي دوې ورځي مخکي افغان کرکيټ ټیم هم په یوه تاریخي ټیسټ لوبه کي د بنګله دېش کرکیټ لوبډلي ته سخته ماته ورکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.