اطرافي؛ د ښاغلي آصف مشال پر درېیم ناول لنډه تبصره

 

پخوا به زه د ( ارواښاد نصیر احمد احمدي) ناولونو ته په تمه وم. هر ځل به چې کتابپلورنځي ته لاړم، لومړی به مې دا پوښتنه کوله چې د احمدي صیب نوی ناول راغلی که نه؛ خو اوس که د نوي ناول پوښتنه کوم، لومړی د مشال صیب د نوي اثر پوښتم. ځکه د ناول لیکنې په ډګر د احمدي تشه محسوسېږي؛ خو اوس مو لږ زړه ترې راټول شو.
د ښاغلي مشال درېواړه ناولونه مې لوستي. او دا راته جوته شوې چې دویم ناول یې تر لومړي او درېیم ناول یې تر دویم هغه خورا په زړه پورې، منظم او هر اړخیز لیکل شوی. یانې څومره چې د ناول لیکنې ډګر ته زیات ننوتلی، هومره پرې لاس بری شوی.
چې خبره بل خوا لاړه نشي، راځو ( اطرافي) ته.
اطرافي د ( آصف مشال) درېیم چاپ شوی ناول دی. 160 مخونو کې کښل شوی. مرکزي/ اصلي کرکټر یې ( عبدالباقي) لقب ( تورګل) دی چې د ناول تر پایه په همدې نوم یاد شوی. تورګل د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځی لوستی وي؛ خو تر پایه فارغ شوی نه وي. .
په دې کتاب کې له محتوایي پلوه پر درنو او اړینو خبرو تمرکز شوی. د افغاني ټولنې مهم موضوعات یې په اجمالي بڼه، په ناول کې د پیغام په ترڅ کې، وړاندې او په ګوته کړي.
یانې هغه ښه دودونه یې ستایلي، بد یې بد ګڼلي.
د مثال په ډول:
یوه ځای کې (تور ګل) د پوهنتوني نجونو په اړه خپله مفکوره داسې څرګندوي: ” هلکانو او نجونو ته حیران وم. یو له بل سره یې خبرې کولې، خندل به یې او په ګډه به یې درسونه ویل. په یوه ټولګي کې د هلکانو او نجونو ګډه ناسته شین کفر راته ښکارېده. نجونې مې بدې اېسېلې. چې لوڅ مخ به مې ولیدې، په سترګو به مې ورته توره شپه شوه…”.
زموږ د ټولنې، په ځانګړي ډول د کلیوالو او ښاري وروسته پاتو خلکو دا خوی اوس هم پکې شته. له دومره فرهنګي بدلون سره بیا هم، نجونې د زده کړو پر سر ځورول کېږي، وخت نا وخت له ستونزو سره مخ وي.
دلته لیکوال د ټولنې ذهني وروسته والي ته په وضاحت نغوته کړې او د کیسې په جریان کې یې بېرته د موضوع حل او د تورګل د منفي مفکورې ناسمې ثابتېدو ته اشاره کړې.
د ښځو د حقونو د ناسمو چغو غندنې ته هم پکې وخت ورکړل شوی.
یو ځای کې مدینه( د تور ګل مینه) وایي: ښځې اړ نه دي چې د کور کارونه وکړي او د نارینه وو کالي ورپرېمینځي.
تورګل د مدینې په ځواب کې د کورنۍ د غړو تر مینځ مینه او عاطفه یادوي. هغې ته قناعت ورکوي چې که زموږ فرهنګ کې ښځې د نارینه وو کالي مینځي او بوټونه یې ور رنګوي، دا د مجبوریت له کبله نه؛ د عاطفې او ګرانښت له امله وي.
د ناول د کیسې په بهیر کې د انسانانو د عاطفي خلاء د ډکېدو په اړه خبرې شوي. دا چې هر انسان فطرتاً اړ دی چې په هره یوه زماني مقطع کې د اړتیا مطابق، خپله عاطفي تشه له ممکنې لارې ډکه کړي. د انسانانو ستره عاطفي تشه د مینې نه لیدل یا نه ترلاسه کول دي.
عموماً دا خبره د ټولو انسانانو تر مینځ ګرځي راګرځي چې مینه یو ځل کېږي. دویمه مینه دا مانا چې لومړنی مینه، مینه وه؛ یا خو دویمه مینه، مینه نه ده.
حال دا چې د دې خبرې په اړه یې په خوږو او منونکو الفاظو او د ډیالوګ په ترڅ کې داسې ویلي :
” _ نو دا خبره غلطه ده چې اصلي مینه په ژوند کې یو وار کېږي؟
_ خود غلطه ده! انسان چې ژوندی وي، مینه به کوي. دا ضرورت دی، که له یوې مینې محروم شي، بله به کوي؛ که له بلې محروم شي، بیا بله”.
په دې ډیالوک کې د ( ژوندی) کلمه مهمه او جالبه راته ښکاره شوه. دا جمله چې ویل شوې، له محتوایي پلوه د ( ژوندي) په کلمه قیده شوې. شته داسې کسان چې جسماً ژوندي دي؛ خو روح یې لا پخوا مړ شوی وي. زما په اند دا کلیمه لیکوال قصداً ذکر کړې، چې لوستونکي د جملې په ژورتیا او عمق فکر وکړي او پرې ورسي. که د لیکوال موخه دا نه وه هم؛ خو ډېره عمیقه مانا ترې پکې ځای پر ځای شوې؛ ځکه د ژوند د ماتو په تجربه کولو سره، ځینې کسان روحا له مینځه ځي، بیا چې هر څه پېښېږي، دوی ته توپیر نه کوي؛ خو ځینې کسان چې مات شي، خپلې ماتې پرزې راټولوي، داسې یې غښتلې پترۍ کوي چې تر اصلي او لومړني حالته هم ځواکمن شوي وي. دې ډول انسانانو ته ژوندي انسانان وایي.
د نارینه وو بېوسي، مجبوریتونه، ګڼ مسوولیتونه، د دوی په اړه ناسم ذهنیتونه او دې ته ورته خبرې یې ډېرې ښې کښلي. دا چې هر نارینه دوکه باز نه دی. هره مینه یې هوس نه ده. ټول نارینه بې وعدې نه دي. ټول سګرېټ څکوونکي بېلاري/ روږدي نه دي؛ اړ شوي.
هر نارینه ژاړي هم نه! هغه ژاړي چې زړه یې مات_ مات وي. روح یې زخمي وي. زړه یې ډک وي. هېڅ چا نه وي درک کړی، چا لاس نه وي ورکړی، نیمه لاره کې په زړه ټپي پرېښودل شوی وي او…
د ټولنې محرومیتونه، فرهنګي نادودې( د پلار له لوري د غونچې وژل د مینې په سزا)، د ولس مظلومیتونه( د تورګل بندي کېدل…)، له هیلو مخ ګرځول او خپل روح ازادول.
او په پای کې ناول د تورګل په هر اړخیزه ماتې پای مومي چې د هر عاطفي/ احساساتي انسان زړه تر ډېرو ورځو پرې خپه وي؛ ځکه دا ډول پېښې یا کټ مټ همداسې، یا په لږ توپیر سره زموږ ځوانان کړولي او بېچاره کړي یې دي.
پر دې ناول ډېر څه ویل کېدی شي او اړتیا یې هم ده؛ خو د لیکنې د نه غمېدو په پار، همدومره بسنه کوي.