Advertisements
رسنۍ سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

اصغر وايي: ګلبدين زموږ لوبډلمشر وو، دښمن نه!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

اصغر افغان وايي: د وطن سره مي خيانت ندی کړی!

نړيوال جام ته يوازي څو اونۍ پاته وې چي د اصغر افغان پرځای ګلبدين نائب د کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر سو.

د کلبدين نائب مشرۍ په کريکټ بورډ کي لانجې او همدارنګه د لوبغاړو ترمنځ ځيني ستونزي رامنځته کړې چي د ځينو سرچينو په خبره هرچا ځانته ډله درلوده.

په نړيوال جام کي افغانستان خپلي ټولي وبايللې همدا لامل سو چي د ګلبدين نائب لوبډلمشري يوازي تريوې مياشتي محدوده سوه او پرځای يې راشدخان لوبډلمشر او اصغر افغان مرستيال لوبډلمشر وټاکل سو.

په کريکټ بورډ کي د ګلبدين نائب د ليري کيدو په ګډون ځيني نور مهم تغيرات هم راغله،چي بيلابيل نوي کسان په دندو وګمارل سوه.

په هرصورت، اصغر افغان تر اوسه پوري د لوبډلمشرۍ څخه د ليري کيدو،د لوبي پر بايلو او په نړيوال جام کي د ستونزو په اړه هيڅ نه وه ويلي او پټه خوله پاته وو.

تيره ورځ د راشدخان د اکاډمۍ د پرانيستلو په مراسمو کي اصغر افغان وويله چي وطن مي مور ده او هيڅکله مي، نه ده خپلي مور سره خيانت کړی او نه يې هم کومه.

اصغر افغان ټولي هغه اوازې ردوي چي ګواکي لوبغاړي سره بې اتفاقه دي .

افغان وايي لوبغاړي نه زما، نه د ځان او نه هم د کوم بل لوبغاړي لپاره لوبه کوي بلکي د افغانستان لپاره لوبيږي.

اصغر وايي کله چي مو په نړيوال جام کي دوې سر په سر لوبي وبايللې د لوبډلمشر ګلبدين نائب په شمول مي ټول لوبغاړي راوغوښتل او ورته مي ويله چي تاسو ته چا ويلي چي لوبه مکوئ ،که څه هم لوبغاړو ويله چي موږ ته هيڅ چا نه دي ويلي خو د لوبي د بايللوو او ولي دليل هرچاته مالوميږي او زه ورباندي ډير نه ږغيږم.

نوموړی وايي ګلبدين نائب زموږ لوبډلمشر وو،دښمن نه! خو کومه پريکړه چي زما په وړاندي وسوله په ټولي نړۍ کي د کوم بل لوبغاړي سره دومره ظلم ندی سوی،خو شايد پدې کي به مو خير وو.

اصغر وايي لوبډله يوازي د افغانستان لپاره لوبيږي او کله چي بې اتفاقي راغله په هماغه ورځ کريکټ پريږدمه.

نوموړی وايي د نړيوال جام ډيرو لوبډلو ته موږ مخکي ماتي ورکړي وې خو په راتلونکي کښې به هم دوی ته بيا ماتي ورکوو.

افغان پدې تاکيد کوي چي راتلونکي شل اووريز نړيوال جام او اسيا کپ ته به تيري ټولي نيمګړتياوي اصلاح کوي او قوي لوبډلو ته به ماتي ورکوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.