مارچ 4, 2021

اصغر افغان یو ځلي بیا د ملي ټیم لوبډلمشر سو

نن چهارشنبه تر غرمې وروسته د افغانستان د کرکیټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي په یوه خبري کنفرانس کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره پخوانی کفتان اصغر افغان د درې واړه فارمټونو لپاره لوبډلمشر وټاکه.
د افغانستان د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزي په یاد کنفرانس کي وویل، چي دا پرېکړه ئې د کرکیټ بورډ د ټولو کارکونکو، غوراوي کمېټې او مسئولینو سره کړې.

هغه زیاته کړه، چي د راتلونکو لوبو لپاره ئې د ښه پلان جوړېدو په موخه اصغر افغان لوبډلمشر او راشدخان مرستیال لوبډلمشر ټاکلي.
سره له ننه به اصغر افغان یو ځلي بیا په شل آوریزه، یو ورځنیو او ټیسټ درې واړه فارمټونو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر وي او ترڅنګ به ئې راشدخان ارمان د هغه ترڅنګ مرستیال لوبډلمشر وي.
اصغر افغان بیا په یاد کنفرانس کي د کرکیټ بورډ د بارو څخه مننه وکړه، چي یو ځلي بیا ئې د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه.
هغه زیاته کړه، چي افغان کرکیټ ملي لوبډله په مخکي خورا مهمي لوبي لري او دی به هغه لوبي په ښه ډول د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ مدیرت کړي.

اصغر افغان څلور کاله د ملي لوبډلي مشري کړې، خو د تېر پنځوس آوریزه نړیوال جام مخکي کرکیټ بورډ د هغه پر ځای ګلبدین نایب وټاکه.
په نړیوال جام کي افغان لوبډلي ټولي لوبي وبایللې او له هغه راوروسته راشدخان ارمان د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او اصغر افغان ورسره مرستیال لوبډل مشر وټاکل سو.
خو نن یو ځلي بیا د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزي اصغر افغان د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه او علت ئې هم په بهرنیو لیګونو کي د راشد خان ډېره مصروفتیا یاده کړه.