اصغر افغان د زوال پر لور

نږدې څلور ورځې وړاندې کرکټ بورډ وویل چې ډېر ژر به د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکي او د دې موقف لپاره نجیب الله ځدران او رحمان الله ګربز انتخابونه بلل شوي دي.

د اصغر افغان یواځینۍ هیله

اصغر افغان ډېره خواري وکړه چې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري واخلي؛ خو تر دې دمه یې مثبت ځواب نه دی اورېدلی.

د هغه یواځېنۍ هیله همدا وه چې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شي او په دې ډول یو ځل بیا د افغانستان په کرکټ کې د یو یا دوه کلونو لپاره راج وکړي.

خو دا هیله مخ په زوال ده.

که چیري اصغر لوبډلمشر نشي څه به وشي؟

که چیري اصغر لوبډلمشر نشي نړیوال کرکټ یې له زوال سره مخ کېږي، که دی ډېر ولوبېږي، نو پنځه یا شپږ میاشتې به نور هم کرکټ وکړي، له دې وروسته یې کرکټ بورډ لېرې کوي او بیا یې د شهزاد محمدي، دولت ځدران، شاپورځدران، نورعلي ځدران، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواري، او د نورو په څېر یې برخلیک نامعلوم کېدای شي.

د اصغر افغان پېژندنه او لوبې یې

بشپړ نوم یې محمد اصغر افغان دی، چې له دې وړاندې په اصغر ستانکزي مشهور و او د اصغر سلام خېل په نوم هم یاد شوی دی.

په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې د فبروري په ۲۲ نېټه په کابل ولایت کې زېږېدلی دی او اوس ۳۴ کاله عمر لري.

قد یې یو متر او ۶۸ سانتي دي، په ښي لاس توپوهنه کوي، په ښي لاس منځنۍ توپ اچونه هم کولای شي او په لوبډله کې یې رول د منځنۍ برخې یا مېډل ارډر توپوهونکي دي.

کریم جنت یې ورور دی.

د کرکټ پیل یې

په ۲۰۰۴ کې یې د افغانستان لپاره درېیمه او بیا دویمه درجه کرکټ پیل کړ، تر ۲۰۰۹ پورې افغان لوبډله نړیوال سټېج ته نه وه تللې؛ خو په ۲۰۰۹ کې یې د یو ورځنیو لوبو حقوق ترلاسه کړل.

اصغر لوبډلمشري په ۲۰۱۸ کې د هندوستان پر وړاندې پیل کړه، چې یواځېنۍ او تاریخي ټېسټ لوبه کې د افغانستان لوبډلمشر و او دا د جون ۱۴ مه نېټه وه.

همدا یې د ټېسټ لوبو پیل هم و.

وروستۍ ټېسټ لوبه یې د ۲۰۲۱ د مارچ په لسمه په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې د زِمبابوې پر وړاندې کړې.

په ۶ ټېسټ لوبو کې یې ۴۴۰ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۱۶۴ لوړې منډې دي، یوه سلیزه او ۳ یې پنځوسیزې وهلي دي.

په ۲۰۱۸ کې یې تخلص هم له ستانکزي څخه افغان ته واړاوه او په دې کال یې د افغانستان برښنایي پېژندپاڼه هم ترلاسه کړه.

دی د ۲۰۱۸ کال د مې په میاشت کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر شو.

خو د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په میاشت کې د عزیزالله فضلي د ریاست پرمهال له لوبډلمشرۍ لېرې شو او پرځای یې ګلبدین نایب لوبډلمشر شو، خو افغان لوبډلې په نړیوال پنځوس اوریز جام کې ۹ لوبې وبایللې.

د ۲۰۱۹ کال په ډېسمبر کې اصغر یو ځل بیا لوبډلمشر شو، د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې یې د افغانستان لپاره د لوبډلمشر په توګه خپله پنځوسمه شل اوریزه لوبه د زِمبابوې پر وړاندې وکړه.

د ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې یو ځل بیا له لوبډلمشرۍ لېرې شو، پرځای یې حشمت الله شهیدي د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر شو او د شل اوریزو لوبو لپاره به هم لوبډلمشر وټاکل شي.

د ده په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې له کوچنیو د مثال په ډول زِمبابوې، ایرلېنډ، متحده عربي اماراتو، سکاټلېنډ، نېدرلېنډ، عمان او نورو لوبډلو څخه لوبې وګټلې او خورا بریالی لوبډلمشر و.

ده په زیاتو شل اوریزو لوبو ګټلو کې د هندوستان له ایم ایس ډوني څخه هم مېدان وړی دی او ۴۲ شل اوریزې لوبې ګټل یې د لوبډلمشرۍ یو ریکارډ دی.

له ۲۰۰۹ کال څخه وړاندې یې کرکټ او د مشهورتیا ګامونه

په ۲۰۰۴ کې یې د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله کې د لوبېدو پل کېښود، ده د اسیا کرکټ شورا په ۱۷ کلنو لوبډلو سیالیو کې خپل پیل د عربي متحده اماراتو د ۱۷ کلنو لوبډلې پر وړاندې وکړ، د سترو لوبغاړو په نوملړ کې هم په ۲۰۰۴ کې د عمان پر وړاندې ولوبېد، دا لوبې د اسیا کرکټ شورا د ټرافي په نامه وې.

۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کې یې هم اسیا کرکټ شورا ټرافي ټورنمنټ او له دې وروسته په ۲۰۰۷ کې یې د اسیا کرکټ شورا په شل اوریز جام کې د افغان لوبډلې په ګټه ګډون وکړ.

اصغر افغان په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې د افغان لوبډلې برخه و، په دې وخت کې افغان لوبډلې د نړۍ د کرکټ لیګ ډېوېژن پنځه، ډیویژن څلور او درې لوبې وګټلې او دویم ډیويژن لوبو ته یې لار وموندله.

بل پلو له دې بریاوو وروسته په ۲۰۰۹ کې افغانستان ته د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال پنځوس اوریز جام غوراوي یا کوالیفای پړاو کې موقع ورکړل شوه او بالاخره افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د بشپړ غړیتوب حقوق ترلاسه کړل.

د لېست اې لوبو پیل

اصغر په ۲۰۰۹ کې یې د برموډا پر وړاندې د لېست یا یو ورځنیو لوبو پیل وکړ او له دې وروسته یې د سکاټلېنډ پر وړاندې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې راڅرګند شو.

یعنې لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه یې د سکاټلېنډ پر وړاندې ۲۰۰۹ کې کړې ده.

د فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۹ کې کړی دی او ټولې یې ۴ فرسټ کلاس لوبې کړي دي.

د ۲۰۰۹ په نومبر میاشت کې د افغان لوبډلې توپوهونکی و، چې افغانستان د اسیا کرکټ شورا د شل اوریزو لوبو اتلولي وګټله.

ستر کرکټ ته مخه کول

اصغر افغان په ۲۰۱۰ کې د ایرلېنډ پر وړاندې شل اوریزې لوبې پیل کړې، په همدې کال یې په څلور اړخیز شل اوریز سیریز کې په سریلانکا کې لوبې وکړې.

د ۲۰۱۰ په فبروري کې یې د شل اوریز جام په غوراوي سیالیو کې ګډون وکړ او افغان لوبډلې پکې بریا خپله او بالاخره د ۲۰۱۰ کال په شل اوریز جام کې افغان لوبډلې په ویسټ انډیز کې لوبې وکړې او دا لوبې لومړی ځل و، چې په افغانستان کې افغانانو په تلویزیون ولېدلې.

د ۲۰۱۰ په اپرېل کې اصغر د افغان لوبډلې نوملړ کې و، دی د اسیا کرکټ شورا په ایلایټ کپ لوبو کې خورا ښه وځلېد، نوموړی په دې ټورنمنټ کې درېیم غوره منډې جوړوونکی لوبغاړی و، چې ۲۵۳ منډې یې کړې وې او یوه لوبه کې یې په ۸۳ توپونو ۱۵۱ منډې نامي وې.

په دې کال افغان لوبډلې نېپال ته پایلوبه کې ماته ورکړه.

د ۲۰۱۴ کال د مارچ په لومړۍ نېټه اصغر افغان د اسیا جام په یوه لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې د خپل کرکټ کېریئر ترټولو ستره لوبه وکړه.

په دې لوبه کې هغه د بنګله دېش پر وړاندې سیالۍ کې ۹۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپل ځان یې پر افغانانو محبوب کړ.

له ده سره سمیع الله شینواري په شپږمه وېکټ ۱۶۴ منډې ملګرتیا وکړه او په شپږمه وېکټ د یو ورځنیو لوبو پنځمه لویه ملګرتیا وه.

دا ملګرتیا بیا د افغانستان لپاره درېیمه وه.

په ۲۰۱۸ کې یې اپنډېکس عملیات وکړ، او د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریزجام غوراوي سیالیو کې راشدخان موقت لوبډلمشر شو.

افغان لوبډله په قسمتونو دویم پړاو ته ولاړه او پایلوبه کې له ویسټ انډیز سره مخ شوه.

دا مهال اصغر افغان لا ټپي و، چې لوبغالي ته راښکته شو او بالاخره یې په څلوریزه له ویسټ انډیز څخه لوبه وګټله او افغان لوبډله د اتلولۍ په ګټلو سره نړیوال جام ته ورسېده.

د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ اې پي اېل کې د کندهار نایټس لوبډلې لوبډلمشر شو، د کندهار لوبډلې لپاره تر ټولو مخکښ سکورر و او په ۸ لوبو کې یې ۲۶۴ منډې وکړې.

اصغر افغان تر محمد نبي عیسی خېل وروسته دویم لوبغاړی دی، چې د افغانستان لپاره یې په سلو (۱۰۰) یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی دی.

لوبې یې

۱۱۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۴۶۷ منډې کړي دي، ۱۰۱ یې لوړې منډې دي، یوه سلیزه او ۱۲ یې نیمه سلیزې وهلي دي، ۱۶۶ یې څلوریزې وهلي ۶۷ یې شپږیزې وهلي دي.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې د ۲۰۰۹ د اپرېل په ۱۹ مه د سکاټلېنډ پر وړاندې په سکاټلېنډ کې کړی دی او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۲۱ کې د جنوري په ۲۶ مه د ایرلېنډ پر وړاندې په دوبۍ کې کړې.

د شل اوریزو لوبو پیل یې د ۲۰۱۰ د فبروري په لومړۍ نېټه د ایرلېنډ پر وړاندې په ایرلېنډ کې کړی او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې د ۲۰۲۱ د مارچ په شلمه د زِمبابوې پر وړاندې په شېخ زاید لوبغالي کې وکړه.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ