مارچ 5, 2021

اصغر افغان او ګلبدین نایب تر جنجالونو وروسته روغه وکړه

تېره اونۍ د افغانستان د کرکیټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د راشد خان آرمان پر ځای یو ځلي بیا پخوانی کپتان اصغر افغان د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه.

د فرهان یوسفزي دې پریکړي نه یوازي دا چي د ګلبدین نایب غبرګون  ئې راوپاروه، بلکي د هغه ترڅنګ د ولسمشر سلاکار او د کرکیټ ادارې د بورډ غړي ضیاالحق امرخېل هم د یادي پریکړي په اړه وویل، چي د کرکیټ بورډ مسئولین د کرکیټ په برخه کي په الف او ب هم نه پوهیږي.

ګلبدین نایب بیا وویل، چي د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کي هیڅ په ملي ټيم کي لوبه نه کوي او د ملي لوبډلي څخه استفاء ورکوي.

خو نن په افغان کرکیټ بورډ کي ګلبدین نایب وویل، چي د اصغر په وړاندي ئې کړي خبري احساساتي وې.

هغه زیاته کړه، چي نوي ټاکل سوي لوبډلمشر اصغر افغان ته درناوی لري او نور د اصغر افغان سره هیڅ ستونزه نلري.

د ملي لوبډلي نوي ټاکل سوي لوبډلمشر اصغر افغان د کرکیټ بورډ  د رئیس فرهان یوسفزي څخه مننه وکړه، چي د ګلبدین نایب سره ئې روغه جوړه ور وکړه.

اصغر زیاته کړه، چي ګلبدین زما اتل دئ او موږ ټول د وطن لپاره لوبیږي.

هغه په خپلولو خبرو کي یو ځلي بیا پر سیاسیونو ږغ وکړ، چي د کرکیټ څخه لاس واخلي او خپل سیاست ته دوام ورکړي نه په کرکیټ بورډ او ملي لوبډله کي مداخله وکړي.

د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزي بیا د کرکیټ بورډ په وړاندي د منافقینو خبره وکړه. هغه وویل چي د کرکیټ بورډ کارکونکي او د ملي لوبډلي لوبغاړي په یووالي کي سره پاخه دي او هیڅوک ئې د جلا کولو توان نلري.

هغه له ګلبدین نایب او اصغر افغان څخه وغوښتل، چي په راتلونکي کي د ملي لوبډلي لپاره په ښه ډول ولوبیږئ او د افغانستان لپاره ویاړونه راوړی.

اصغر افغان تر دې مخکي څلور کاله د ملي لوبډلي مشري کړې، خو د تېر پنځوس آوریزه نړیوال جام مخکي کرکیټ بورډ د هغه پر ځای ګلبدین نایب وټاکه.

په نړیوال جام کي افغان لوبډلي ټولي لوبي وبایللې او له هغه راوروسته کرکیټ بورډ ګلبدین لیري او پر ځای ئې  راشدخان ارمان د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او اصغر افغان ورسره مرستیال لوبډل مشر وټاکه.

خو تېره اونۍ یو ځلي بیا کرکیټ بورډ اصغر افغان د ملي لوبډلي کپتان وټاکه او فرهان یوسفزي ئې موخه په راتلونکو لوبو کي د ښه پلان درلودلو یاده کړه.