فبروري 25, 2021

اشرف غني: زه یوازی نه یم ځوانان او ملت راسره ترڅنګ ولاړ دی!

جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې پروسې په اړه د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې له یو شمېر ځوانانو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابینې غړو او د جمهوررئیس سلاکارانو هم حضور درلود، په پیل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین اجمل شاهپور په خپلو خبرو کې ځوانانو ته د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه.

جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د سولې پروسې او مذاکراتو په اړه د ځوانانو د وړاندیزونو او نظریاتو مننه وکړه وې ویل، د افغانستان جمهوررئیس یوازې نه دی، ځوانان او ملت یې ترڅنګ ولاړ دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان مذاکراتي ټیم به په ټول جدیت د افغانانو د حقونو دفاع کوي.
جمهوررئیس غني د هیواد په کچه رامنځته شویو ظرفیتونو ته په اشارې وویل، د افغانستان ملکي او نظامي ظرفیتونه له یو بنسټیز تحول څخه تېر شوي، په سیمه کې زموږ کومانډو بېسارې ده او موږ د دغه جنګ ګټونکي یوو.

د هیواد جمهوررئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، هڅه وکړئ خپل افکار بیان کړئ او د ملي غرور، ملي وحدت او د افغانستان د ملي تنوع استازولي وکړئ. د ځوانانو انسجام د هغوی په خپل لاس کې دی؛ د ځوانانو غږ هغه مهال په دقت درک کېږي چې پخپله د هغوی له لوري را پورته شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې مذاکراتو کې زموږ سره کرښه د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون دی او زه د جمهوررئیس په توګه حق نه لرم ان یوه لویشت له ملي ګټو تېر شم.
جمهوررئیس څرګنده کړه، نوی حکومت به د لا زیاتو روغتیايي، ښوونې او روزنې او د حکومتولۍ خدمتونو پر وړاندې کولو کار وکړي.
د هیواد جمهوررئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، تاسو باید نوښت وکړئ. ولسوالیو او کلیو ته سفر وکړئ، رامنځته شويو ظرفیتونو او ارزښتونو ته انعکاس ورکړئ چې د افغانستان واقعي تصویر نندارې ته وړاندې شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*