اسیايي جام: ایا هانګ کانګ د هندوستان په وړاندې چانس لري؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یاران سپورټ 
په تاریخي لحاظ هندوستان د هغو ټیمونو لپاره چې د کرکټ د نړېوالې شورا بشپړ غړیتوب او د نړیوالو یو ورځنیو لوبو دریځ نه لري ، ډېر کله ماتوونکی ثابت شوی دی. مخکې له دې چې زیمبابوې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کړي، هندوستان ورته په پنځو یو ورځنیو نړېوالو لوبو کې پنځه ځلې ماتې ورکړې وه. د بنګله دیش په وړاندې یې بیا ورته اته میچونه ترې په اتو ماتو ګټلي وو.
د تیسټ لوبو د امتیاز لرونکو او د هغو ټیمونو ترمنځ چې د کرکټ د ټیسټ امتیاز لا نه لري په 27 مخامخ کیدو کې یوازې افغانستان او ایرلینډ دوه لوبې بایللې دي، او هغه هم دواړو کینیا ته بايللې.
ایا هانګ کانک نن د هند په وړاندې کینیا کیدلی شي؟ په غالب ګومان نه.
د ساتنې ګراد په 45 درجه تودخه کې هر څه پیښیدای شي، د سې شنبې په ورځ به د دوبۍ هوا همدومره توده وي. او په همدې توده هوا کې د هانګ کانګ په وړاندې له لوبیدو وروسته به هندوستان په همدې لوبغالې کې د چارشنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې لوبیږي.
په اسیايي جام کې لوبیدونکی هندوستاني ټیم چې ویرات کوهلي او څو نو تکړه لوبغاړې هم په کې نه دي شامل، په دې توده هوا کې د هانګ کانګ په وړاندې ماتیدای شي؟
غالب ګومان دا دی چې نه . خو په احتمالي توګه دا هغه څه دي چې دواړو خواوو ته یې د سه شنبې د ورځې لوبه مهمه کړې ده.
د هندوستان د ستړي ټيم لپاره چې تازه د بریتانیا له سړې هوا راستون شوی، دا لومړی ځل دې چې د دوبۍ په ډیره توده هوا کې له پرلپسې دوه میچونو سره مخ کیږي. د سه شنبې په ورځ د هانګ کانګ په وړاندې او د چارشنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې.
هانګ کانګ لپاره چې په همدې کال کې یې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو دریځ له لاسه ورکړی بیا دا یوه بهترینه موقع ده چې د کرکټ د یو زبرځواک په وړاندې خپل زور و ازمويي.
د هانګ کانګ خوا ته د اسیايي جام لپاره د غوراوي د سیالیو د پیل راهېسې ددې ټیم متخصص توپوهونکی کریسټوپر کارټر دی، ویکټ ساتونکی یې هم سکاټ مکچین دی. کارټر د متحده عربي اماراتو په وړاندې په فاینل لوبه کې ایله 33 منډې جوړې کړی شوې.
خو نوموړې په نړیوالو لس یو ورځنیو لوبو کې یوازې یوځل تر شلو زیاتې منډې جوړې کړې. په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د هانګ کانګ د غوره توپوهونکي کارټر اوسط پنځلس عشاریه اوه پنځوس دی. کارټر په نژدې راتلونکې د هانګ کانګ ټیم سره په موقته توګه لوبه پریږدي او غواړي ددې کال په پای کې د پیلوټۍ په یو ټریننګ کې بوخت شي، خو مخکې تر هغې به نوموړی هڅه وکړي چې د هندوستان په وړاندې په نني لوبه کې د پام وړ منډو په جوړولو خپل ځان ثابت کړي.
د هندوستان خواته هم هر څه سم نه دي. د ویرات کوهلي او څو نورو تکړه توپ وهونکو نه شتون په هندي ټيم کې محسوس دی. په روان اسیايي کپ کې هندوستان پر خپلو پنځو توپوهونکو حساب کوي؛ کیدار یادف دنیش کارتیک، منیش پاڼدې، کې ایل راهول او امباتي رایودو.
د دوبۍ په تر 40 پورته درجې تودخه کې، دې ته په پام چې له هانګ کانګ وروسته سبا له پاکستان سره لوبه لري، هندوستان باید خپل ځینې تکړه لوبغاړي دمه کړي، او د هانګ ګانګ په وړاندې یې ونه لوبوي. دا هم د هانګ کانګ په وړاندې هندي لوبډلې کمزورې کولی شي.
بیچ او د میدان وضیعت
د هند او هانګ کانک سیالي په هماغه میدان ترسره کیږي چې هانګ کانګ پرې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې ماتې خوړلې ده. عثمان خان چې په هغې سیالۍ کې یې درې ویکټې اخیستې وي وايي، تر ټولو سلو ( ورو) پیچ یې چې تر اوسه لیدلی هغه د دوبۍ پیچ دی. که څه هم د هندي ټیم ښه سپینران شته خو دا هم د پام وړ دي چې هانګ کانک له همدې میدان سره د ماتې یوه تجربه لري او په ننۍ لوبه کې به له دې تجربې د ګټې اخیستو هڅه وکړي.
هندوستان او هانګ کانګ تر دې مخکې یو ځل د 2008 م کال د اسیا جام سیالیو کې مخامخ شوې، هغه مهال دوهڼي سلیزه جوړه کړه او سوروش راینا هندوستان ته لاره خلاصه کړه چې 374 منډې جوړې کړي او له هانګ کانک څخه د 256 منډو په توپیر لوبه وګتي.
د هانګ کانک په اوسني ټیم کې د هغه وخت یوازینی پاتې لوبغاړی نادم احمد دی.
و به کتل شي چې هانک کانګ د هندوستان په وړاندې نن څومره مقاومت کوي؟ خو غالب ګومان دا دی چې افغانستان به په نیمه پایلوبه کې له هانګ کانګ نه، بلکې له پاکستان یا هندوستان سره مخ شي، او دا به یوه دلچسپه سیالي وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.