سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرلیايي لوبغاړی بې ادبه و؛ زه يې “اسامه” بللم

لیکنه: شریف شاهین

د انګلستان د کرکټ ملي ټیم مسلمان لوبغاړي، معین عالي تور پوری کړی، چې یو اسټرلیايي لوبغاړي نوموړي ته د “ترهګر اسامه” خطاب کړی.

د اسټرلیا د کرکټ بورډ ویاند د معین علي د تور د سپیناوي په پار د بیړنیو اقداماتو خبر ورکړی.

الرونډر معین علي ادعا کړې، چې د ۲۰۱۵ کال اشیز (Ashes) سیالیو پر مهال ورته اسټرلیايي لوبغاړي د “اسامه بن لادن” لقب ورکړی، چې په وینا يې دا رسیزم او توهین دی.

اشیز ټیست سیالۍ دي، چې هر کال د اسټرلیا او انګلستان ترمینځ ترسره کیږي. اسټرلیا ددې سیالیو ډیرې هغه يې ګټلي، خو د کوم وخت ( ۲۰۱۵ کال) کیسه چې معین علي کوي، هغه لوبې انګلستان وګټلې.

معین د یادو لوبو په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۷ منډې وکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوځل، چې ورسره انګلستان د لوبو اتلولي هم وګټله.

معین علي د هغه اسټرلیايي لوبغاړي نوم، نه دی اخیستی، چې دی يې اسامه بللی؛ خو د اسټرلیا د کرکټ بورډ ادراه وايي، په دې تړاو جدي پلټنې کوې.

معین د اسټرلیا د کرکټ ډله “بې ادبه” بللې او ویلي يې دې، چې د بې ادبه لوبغاړو سره هیڅ ډول خواخوږي نه لري.

معین علي په خپل پيژندلیک، چې د ټایزم ورځپاڼې هم خپور کړی، لیکي:

“زما په کارکردګۍ کې اشیز ښه لوبه وه، خو يوې پیښې زما طبیعت ګډ وډ کړ. یو اسټرلیايي لوبغاړي، په میدان کې ماته مخ کړ او ويې ویل، واخله؛ اسامه. هیڅ باور مې نه راتله، چې ګنې ما داسې یو څه واوریدل. له غوصې تک سور شوم، او د کرکټ په میدان کې زه دومره هیڅکله نه وم غوصه شوی.”

د اسټرلیا په کرکټ ډلې دا تور، د هغې تورونو سربیره یو بل تور دی، چې د تیر مارچ په میاشت کې پرې د بال د توږولو له امله ولږیده. د بال د توږولو له امله د اسټرلیا کرکټ ډلې لوبډلمشر سټیون سمیت، مرستیال لوبډلمشر ډویډ وارنر، او توپوهنکی کامیرون بانکرفټ د اوږدو بندیزونو سره مخ شول.

د اسټرلیا د کرکټ ویاند ویلي، چې د معین علي دا تورونه په جدیت څیړي، او زیاتوي:

“دا ډول سلوک د منلو وړ نه دی او زموږ په سپورت او ټولنه کې ورته ځای نشته. موږ د ارزښتونو او سلوک واضح لایحه لرو، چې زموږ د هیواد استازیتوب کوي.”

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د انګلستان د کرکټ بورډ سره به په ګډه دا مسله په جدي ډول تعقیب کړي او په تړاو به يې نور شواهد هم راغونډ کړي.

هغه لوبغاړی، چې معین علي يې اسامه بللی، او نوم يې لا هم پټ دی، د سرچینې په حواله، په خپل ځان لګیدلي تورونه ردوي.

معین علي خپله هم وايي، چې هغه لوبغاړی منکر شو او وویي ویل، چې داسې څه يې نه دي ویلي؛ خو معین علي وايي، چې ده په خپلو غږونو ترې د “اسامه” ټکی واوریده.

نوموړی وايي، ده خپل مشر خبر کړ او بیا هغه د اسټرلیا کوچ یا مشر سره خبره شریکه کړه. لنډه دا، چې کس منکر شو او ويې ویل، “ما معین ته وویل: واخله، د نیمه ورځې (پارټیم) لوبغاړیه!”

ښاغلی معین وايي، چې ده نور بیا هغه لوبغاړي پسې سر ونه ګرځاوه؛ خو دی يې سخت خپه کړ او د لوبو تر پایه يې د هغه سره خبرې نه کولې.

معین علي د انګلستان د ملي لوبډلی چپ لاس توپوهنکی او اف بریکر توپ اچوونکی دی. د نوموړي نیا او نیکه د کشمیر وه، چې بیا انګلستان ته کوچیدلي. او معین علي هم په انګلستان کې زیږدلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین