اسټرالیا وايي؛ سږ کال د کرکټ نړیوال جام ترسره کېدل امکان نلري!

د اسټرالیا د کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د کورونا ویروس له امله سږ کال د نړیوال جام ترسره کول ناممکنه کار دی.
هغه وايي اوس هم په هغه ۱۶ هیوادونو کې کرونا ویروس په چټکۍ روان دی، چې لوبډلې یې د نړیوال جام برخه والې دي.
ایرل ایډینګز زیاته کړه:

«زه په ای سي سي کې روان حال د کرکټ نړیوال جام په اړه څارم. موږ په دې تړاو هم خبرې کړې او لا هم زموږ خبرې دوام لري. د اوس لپاره دا یوه پیچلې پرېکړه ده. زه وایم چې د نړیوال جام ترسره کېدل امکان نلري په داسې حال کې چي لا تراوسه په رسمي ډول نه لغوه شوی او نه هم ځنډول شوی دی. اوس هم په هغه ۱۶ هیوادونو کې کورونا په چټکۍ روانه ده، چي لوبډلې یې د کرکټ نړیوال جام برخه والې دي. زه فکر کوم دا واقیعت نلري او خورا ستونزمن کار دی. موږ له ای سي سي سره اوس په دې تړاو ږغیږو.»

دا دوهم ځل دی، چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له ای سي سي څخه د نړیوال جام لغوه کولو غوښتنه کوي.
د ۲۰۲۰م کرکټ نړیوال جام د اسټرالیا په کوربتوب د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې نیټې اټکل شوی، خو د کورونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
ټاکل شوې وه د روانې جون میاشتې په ۱۰مه نېټه ای سي سي د نړیوال جام په اړه خپله رسمې وروستۍ پرېکړه وکړې، خو راتلونکې جولای میاشت ته وځنډول شوه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.