سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیا شپږمه لوبډله شوه، چې شل اوریزو لوبو کې په ستر توپیر بریا خپلوي.

سمیع الله درانی

د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ اسټرالیا د سریلانکا د درې شل اوریز سیریز کوربنه وه، دا کوربتوب به د نومبر تر لومړۍ نېټې وي.

دواړه لوبډلې درې شل اوریزې لوبې کوي، چې لومړۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا په اډیلایډ ښارکې ترسره شوه.

دې لوبه کې د اسټرالیا توپ وهونکو خورا وېروونکې توپ وهنه وکړه، سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه.

د اسټرالیا لپاره پیل یا اوپننګ لوبډلمشر اېرون فېنچ او ډېوېډ وارنر وکړ، فېنچ په ۳۶ توپونو ۶۴ منډې وکړې، درې شپږیزې او ۸ یې څلوریزې ووهلې.

ډېوېډ وارنر په ۵۶ توپونو د څلور شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته پوره سل ناسوځېدلې منډې وکړې.

په ون ډاون کې بیا د نړۍ خطرناک هیټر ګلېن مکسویل په ۲۸ توپونو د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۶۲ منډې د اسټرالیا هدف ته ورجمع کړې.

اسټرالیا د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره، شل اورونوکې ۲۳۳ منډې وکړې او سریلانکا ته یې ۲۳۴ منډې هدف ورکړ.

سریلانکا په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې وکړې او لوبه ترې اسټرالیا په ۱۳۴ منډو وګټله.

ډېوېډ وارنر د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دوهمه شل اوریزه لوبه د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۰ مه نېټه کېږي.

شپږ لوبډلې او په لوړ توپیر د لوبو ګټل

په ستر توپیر د یوې لوبډلې ماتولو ویاړ د چېک جمهوریت سره دی، د چېک جمهوریت لوبډلې په یوه شل اوریزه لوبه کې د تُرکیې لوبډلې ته په ۲۵۷ منډو ماته ورکړې وه، ترکي لوبډله ټوله په ۲۱ منډې سوځېدلې وه، چېک جمهوریت، ترکیې ته ۲۷۸ منډې هدف ورکړی و، دا لوبه د ۲۰۱۹ م کال د اګسټ په ۳۰ مه نېټه شوې وه او له افغانستان او ایرلېنډ لوبو وروسته شوې ده.

دوهمه ستره بریا د رومانیا د هېواد ده، د رومانیا لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال د اګسټ په ۲۹ مه نېټه ترکیې ته ۲۲۶ منډې هدف ورکړی، چې ترکي لوبډله په ۵۳ منډو سوځېدلې وه او رمانیا ورته په ۱۷۳ منډو ماته ورکړې وه.

دریم هېواد سریلانکا ده، چې کینیا ته یې د ۲۰۰۷ م کال د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه په ۱۷۲ منډو ماته ورکړې وه، سریلانکا ۲۶۰ منډې کړې وې.

د ۲۰۱۸ م کال د اپریل په لومړۍ نېټه پاکستان، ویسټ انډیز ته په ۱۴۳ منډو د پاکستان کراچۍ ښارکې ماته ورکړه، پاکستان ۲۰۳ منډې کړې او ویسټ انډیز بیا ټولې ۶۰ منډې جوړې کړې وې.

د ۲۰۱۸ م کال د جون په ۲۹ مه نېټه هندوستان، ایرلېنډ ته په ۱۴۳ منډو ماته ورکړې وه، هند ایرلېنډ ته ۲۱۳ منډې هدف ورکړی و.

او اوس شپږ هېواد اسټرالیا شو، چې سریلانکا ته یې په ۱۳۴ منډو ماته ورکړه.

دا په شل اوریزو لوبو کې په لوړ مرجېن یا توپیر د لوبو ګټل دي او دا پورته هېوادونه یې ویاړ لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی