د اسټرالیا کرکټ بورډ د بنګله دیش خلاف د سیالیو کوربه توب څخه د مالي ستونزو له کبله انکار وکړ.
د کرکټ نړیوالې شورا د (FTP) یا د راتلونکو سفرونو پروګرام له مخې ویل شوي و، چې دواړه لوبډلې به د روان کال په وروستیو میاشتو کې په اسټرالیا کې ټیسټ او پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي، خو اوس یې د لغوه کیدو خبر ورکړل شو.
د پلان له مخې ویل شوي و، چې د دواړو لوبدلو ترمنځ دوه ټیسټ او ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ به د روان کال د اګسټ او سیپټمبر میاشتو ترمنځ ترسره شي.
داسې هم ویل شوي دي، چې اسټرالوۍ لوبډله به د ۲۰۱۹ م کال وروسته بنګله دیش ته سفر وکړي، خو د بنګله دیش کرکټ بورډ اجرایوي رییس نظام الدین چوهدي ري ویلي، دوي ورته ځیني وړاندیزونه کړي دي، چې تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د اسټرالوي کرکټ بورډ اجرایوي رییس جیمز سټورلینډ د دغه سفر لغوه کولو بل لامل د سیالیو نا مناسب مهالویش یاد کړی دی.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ