سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیا، پاکستانۍ لوبډله خالي لاس رخصت کړه

ليکنه:سمیع الله درانی

پآکستانۍ لوبډله د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه اسټرالیا ته د درې شل اوریزو او دوه ټېسټ لوبو لپاره سفر کړی و، چې پاکستان پکې هیڅ لوبه ونه شوه ګټلای او تش لاس له اسټرالیا څخه رخضت کړل شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه باران بې پایلې کړې وه، دا لوبه د نومبر په دریمه نېټه بې پایلې شوې وه؛ دویمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۵ مه نېټه په کانبیرا سیمه کې ترسره شوه.

پاکستان، اسټرالیا ته ۱۵۰ منډې هدف ورکړی و، چې اسټرالیا ورته د نولسم اوور په لومړي توپ د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د سټیف سمېت د ۸۰ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او پاکستان ته یې په اووه وېکټو ماته ورکړه.

د دویمې شل اوریزې لوبې غوره لوبغاړی سمېت وپېژندل شو.

دریمه شل اوریزه لوبه بیا د نومبر په ۸ مه نېټه د جمعې په ورځ په پېرت لوبغالي کې وشوه، چې پاکستان په شل اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې، اسټرالیا ورته دا هدف په اوپننګ په دولسم اوور کې پوره کړ، چې وارنر ۴۸ ناسوځېدلې او فېنچ ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په شل اوریزو لوبو کې پاکستانۍ لوبډله کلین شوه.

د نومبر ۲۱ مه نېټه او لومړۍ ټېسټ لوبه

پاکستان او کوربنې لوبډلې اسټرالیا لومړۍ شل اوریزه لوبه په برېسبین سیمه کې ترسره کړه، دا لوبه اسټرالیا په یوه پاڼۍ او ۵ منډو وګټله او پاکستان له شل اوریزو لوبو وروسته د ټېسټ لوبو پیل هم په ماته وکړ.

مارنوس لبوس چېنج د لوبې غوره لوبغاړی شو؛ لبوس چېنج ۱۸۵ منډې وکړې.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۰ منډې کړې وې.

مېچل سټارک بیا څلور وېکټې اخېستې وې.

اسټرالیا بیا ۵۸۰ منډې وکړې، چې وارنر ۱۵۴ منډې جوړې کړې وې.

پاکستان په دویمه پاڼۍ کې ۳۳۵ منډې ترلاسه کړې او ټولې وېکټې یې ولوېدې.

نو پاکستان ونه توانېد، چې اسټرالیا ته ټرېل ورکړي او بالاخره اسټرالیا لوبه وګټله.

دویمه ټېسټ لوبه او د پاکستان بله ستره ماته

د نومبر په ۲۹ مه نېټه د اسټرالیا په دویمه ټېسټ لوبه د پاکستان کوربتوب په اډیلایډ سیمه کې وکړ.

اسټرالیا د یوې پاڼۍ په لړکې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د ډېوېډ وارنر د ۳۳۵ ناسوځېدلو منډو او د مارنوس لبوس چېنج د ۱۶۲ منډو په مرسته ۵۸۹ منډې وکړې؛ ورانر په دې لوبه کې ریکارډ هم جوړ کړ، چې زمونږ تېره لیکنه کې مو په اړه لوستلي وو.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۲ منډې وکړې، اسټرالیا یو ځل بیا پاکستان ته بلنه ورکړه، چې منډې ورپوره کړي.

پاکستان دویمه پاڼۍ کې هم ناکام شو، یواځې یې ۲۳۹ منډې وکړې او لوبه ترې اسټرالیا په یوه پاڼۍ او ۴۸ منډو وګټله.

د مېچل سټارک لومړۍ پاڼۍ کې شپږ او نتن لیئن دویمه پاڼۍ توپ اچونه کې د پاکستان ۵ وېکټې وغورځولې.

پاکستانۍ لوبډله د شل اوریزو او ټېسټ لوبو لړۍ وبایللې او له اسټرالیا څخه د ډېسمبر په دویمه نېټه خالي لاس کورته راستنه شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی