د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» په نوم ۲۰ اوریزه سوداګریزو سیالیو کې د ننګرهار لیوپرډز لوبډلې کپتان اسټرلوي بین کټینګ په خپلې هر اړخیزې بهترینه لوبې سره د بالرانو څخه میدان وړی دی.
نوموړي د ننګرهار لوبډلې سره په خپلې لوبډلمشرۍ کې بهترینه پیل کړی دی، چې په لمړۍ سیالۍ کې د کندهار نایټز لوبډلې خلاف ننګرهار لوبډلې ته په خپل شتون کې بریا ورکړه.
اسټرالوي بین کټینک ته که څه هم په لمړۍ لوبه کې د توپ وهنې موقع و نه رسیده، خو په توپ اچونه کې یې ۵ لوبغاړی وسوځول.
همدا راز نوموړي په دویمه سیالۍ کې یو ځل بیا بهترینه لوبه ترسره کړه، چې په وروستي څلورم اور کې یې د ۳ لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ یې د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پرمټ ۷۱ منډې هم جوړې کړې.
دغه اسټرالوي لوبغاړی اوس مهال په دوه سیالیو کې د ۸ لوبغاړو په سوځولو سره مخکښ ویکټ اخیستونکی شیمرل کیږي او ښایي په خپلې دغه ډول بهترینه توپ اچونې سره دغه مقام تر ډیره له ځان سره وساتي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «ای پي ایل» په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۵ مه نېټه په متحده عربي امارتو کې د ۵ لوبډلو (بلخ لیجنډز، پکتیا پینټرز، کابل ځوانان، ننګرهار لیوپرډز او کندهار نایټز) په ګډون سره پیل شوې دي، چې د همدغه میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ