استعداد وژنه یعني څه؟

استعدا وژنه څه ده او څه ډول استعداد وژل کېږي؟ څوک د چا استعداد وژني او ولې يې وژني؟ زموږ د ټولنې د وګړو کومه برخه ډېره د استعداد وژنې قرباني ده؟ په دې لیکنه کې د دې ټولو پوښتنو ځوابونه ولولئ.
هر انسان یو استعداد او وړتیا لري، که د هغه استعداد وستایل شي او تشویق شي؛ وړتیا یې ډېریږی او که د خپل استعداد او کار په خاطر و رټل شي، تحقیر شی، منفي خبرې ورپسې وشي بیا همدا رټل او تحقیر د هغه انسان د استعداد وژنې لامل کېږي او هغه انسان کې په ځان باور کول او د فعالیت وړتیا له منځه ځي. موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو، چې ډېر کله یو د بل استعداد وژنو. ځینې وخت یو دبل استعدادونه په رټلو، ځینې وخت په منفي خبرو او ځینې وخت یې مخامخ د یو کس له لوري د بل کار او فعالیت مخنیوی کېږي او هغه دې ته نه پریښودل کېږي؛ چې خپل استعداد او وړتیا نورو ته څرګنده کړي. چې د دې کار لامل ځینې وخت افغانی غرور، ځینې وخت بخیلي وي، چې موږ یې یو د بل پر وړاندې کوو او یو د بل استعداد وژنو. د استعداد وژنې قرباني هم ډېری وخت زموږ په ټولنه کې میرمنې دي، چې په دوی کې استعداونه ډېری وخت د نارینه وو له خوا وژل کېږي.
په افغاني ټولنه کې که د یو چا خور، لور او یا میرمن کوم استعداد ولري او هغه استعداد یې نورو ته څرګند شي، پلار، ورور او میړه یې دا د ځان له پاره عیب ګڼي او نه غواړي، چې د خور، لور او یا میرمنې وړتیا یې نور ته څرګنده شي. ځکه دوی ته یې افغاني غرور اجازه نه ورکوي. نو ځکه د هغوی د فعالیت مخه نیسي او استعداد یې وژني.
منفي خبرې بل هغه لامل دی، چې د استعدا وژنې لامل کېږي.زموږ په تولنه کې ډېری وخت د ښځو استعداد وژنه د منفي فکرونو او خبرو په واسطه کېږي. هغه میرمنې چې ښه استعدا او وړتیا لري او له خپل استعداد څخه کار اخلي او په ټولنه کې کار کوي؛ په هغوی پسې داسې منفي تبلیغات کېږي، چې نورې میرمنې بیا د دې منفي تبلیغاتو له امله د دې جرات نه کوي، چې له خپل استعداد څخه کار واخلي یا هم خپل استعدونه و کاروي. ځکه دوی له دې ویره لري، چې بله ورځ به ما پسې هم خلک دا ډول منفي خبرې کوي. چې له دې ویرې ځینې اسعتدادونه همداسې پاتې شي او بالاخره مري.
یو بل لامل چې په میرمنو کې د استعداد وژنې لامل کېږي، هغه دا دی، چې میرمنې ته کمزورې ویل کېږي، هغه په دې تورنوي، چې میرمنې دومره استعداد نه لري، هغوی دا کار نه شي کوی، چې په دې خبرې سره د میرمنو روحیه کمزورې کېږي او په ریښتیا ځان ته کمزوری فکر کوي او له خپل استعداد څخه کار نه اخلي او د استعداد یې وژل کېږي.
په هیواد کې جګړه او نا امني هم د دې لامل شوي، چې میرمنې مایوسه شي او د دوی استعداو او هڅې له ګواښ سره مخ کړي.
موږ ټول د دې خبرې شاهد یو کله چې زموږ په ټولنه کې یوه نجلۍ درس وایي، زحمت باسي، د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خوا خامخا دا ورته ویل کېږي، چې ته نجلۍ یې ولې دومره هڅه کوې؟ ولې دومره زحمت باسې او ځان په تکلیفوې؟ سبا ورځ به داسې چا سره واده وکړې، چې ستا دا درس او تعیلم به هېڅ ارزښت ورته نه لري، بیا به دې زړه درد کوي. یا هم ورته ویل کېږي، چې څومره درس و وایې بیا به هم همغه پخلی او پخلنځی وي او خپل بچي به لویوې، دا او دې ته ورته نورې ډېرې خبرې دي، چې د ښځې د جنسیت له امله دا پرې ځورول کېږي او دا خبرې په ډېرو نجونو کې د دوی د استعداد وژنې لامل کېږي.
ځینې وخت داسې هم شوي، چې ځینې کسان د ځینې نورو استعداونه د بخیلۍ له امله و وژني، ځکه پرمختګ یې نه شي لیدلی. چې دا ډول کسان د بخیلۍ له امله دا کار پر بېلا بېلو لارو ترسره کوي. دا او دې ته ورته نور ډېر لاملونه دي، چې زموږ د ټولنې وګړي یې له امله یو د بل استعداد وژني.
په داسې یوه هیواد کې چې تر ۹۰ سلنو زیات وګړي یې نالوستي دي، ولې باید د دې هڅه وکړو، چې یو بل تخریب کړو او داسې تخریبي خبرې وکړو، چې د یو چا استعداد پرې ومري او مایوسه یې کړو. که یو څوک تعلیم کوي، کار کوې موږ باید هڅه وکړو چې هغوی وهڅوو، نه دا چې د هغې د جنسیت پر پار هغه تخریب کړو او د استعداد د له منځه وړلو لامل یې شو. نو په پایله کې دا ویلای شو، چې زموږ په ټولنه کې د میرمنو استعدادونه د دوی د جنسیت پر پار له ګواښ سره مخ دي او ډېری داسې شوي، چې د ډېرو میرمنو استعداونه همداسې پاتې شی او بالاخره همداسې له منځه ولاړ شي.