استرالیا وایي وروستی سرتېری یې هم له افغانستان ووت

د استرالیا ددفاع وزیر رسنیو ته ویلي چې په وروستیو اونیو کې یې په افغانستان کې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواد ایستلی دی.

دده په وینا په افغانستان کې یې په وروستیو اونیو کې ټولټال اتیا سرتېري وو چې د سفارت او ديپلوماتیک ماموریت ساتنه یې کوله خو اوس دغه ډله له افغانستان وتلې ده او په دې توګه یې دلته ماموریت بشپړ شوی دی.

هغه زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې شاوخوا ۳۶ زره سرتېرو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.

استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د هغو سرتېرو له ډلو وو چې دلته یې جنګي جنایتونه ترسره کړي او په نړیوالو محکمو کې په دې تړاو دوسیې پرتې دي.

استرالیا بیا څو میاشتې مخکې په کابل کې د خپل سفارت د تړلو خبر ورکړی و.

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په کندهار کې یې د خپلې قونسلګرۍ ځینې هندي ديپلوماتان په موقته توګه خپلو کورونو ته استولي دي خو دغه قونسلګري تړل شوې نه ده.

دده په وینا قونسلګري به د ځایي کارکوونکو په مرسته خپلو چارو ته ادامه ورکوي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره په بشپړه توګه همکاري کوي او ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.

هند تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې په افغانستان کې به یې ديپلوماتیک ماموریت دوام کوي.