د استانبول د ناستې لپاره طالبانو نوي شرطونه وړاندې کړي

د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې طالبان غواړي چې د استانبول غونډه د نورو نړیوالو غونډې په څېر لنډه وي او پر مهمو مسایلو دې پرېکړې نه پکې کېږي.

یوې طالب سرچینې ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي خو خپل شرایط یې هم وړاندې کړي دي.

د سرچینې په خبره طالبان نه غواړي چې په دې غونډه کې دې د مهمو او یا کړکیچنو موضوعاتو په اړه کومه پرېکړه وشي، غونډه دې تر درېیو ورځو نه اوږدېږي او د طالبانو لوړپوړي کسان به په دې غونډه کې ګډون نه کوي او غونډه دې په ټېټه کچه وي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر ویلي وو چې د استانبول غونډه به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي او د دواړو لورو لوړپوړي مشران به مخامخ خپلې ستونزې مطرح کوي.

خو د طالبانو نوې څرګندونې ښيي چې دا غونډه به هم د نورو نړیوالو غونډو په څېر سمبولیکه او کم اغېزې وي.

په ورته وخت کې یوه لوړپوړي امریکایي ديپلومات پر طالبانو غږ کړی چې خپل نااعلان شوي پسرلني عملیات ودروي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا یوه ديپلومات جیفري ډېلاورنټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د اوسني تاوتریخوالي مسوول دي.

د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او جګړو ته یې زور ورکړی، نو ځکه دغه ډلې ته په کار ده چې خپل نا اعلان شوي پسرلني عملیات ودروي او د سولې خبرې چټکې کړي.

د نوموړي په وینا په افغانستان کې د روانې جګړې زیانونه ملکي وګړو ته اوړي او د بېړني او دایمي اوربند لپاره جدي اړتیا ده چې دواړه خواوې یې باید په اړه هوکړې ته سره ورسېږي.




وروستي مطالب