مارچ 6, 2021

ارګ: حکومت به تر ټاکلې مودې فعالیت کوي

Advertisements

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې پورې فعالیت کوي او ولسمشر به د ټاکنو له لارې واک خپل ځای ناستې ته پرېږدي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلو نه ده.
نوموړي زیاته کړې، د اوسني اسلامي جمهوري نظام د ساتنې په اړه د ولس هوډ واضح دی.
د هغه په خبره، د ملت واضح اراده دا ده چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او دا د ولسمشر قانوني مکلفیت دی چې واک د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته ولېږدوي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د لنډمهالي حکومت رامنځته کېدو بحثونه یو ځل بیا ګرم شوي دي خو د دولت د مذاکراتي پلاوي یو غړي بیا ویلي چې طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د مؤقت حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او په وینا یې له مېزه بهر چې دا موضوعات مطرح کېږي یوازې تبلیغاتي جنبه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي طالبان تورن کړي چې د سولې د بین افغاني مذاکراتو پر ځای یې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه پیل کړي او د خبرو مېز ته نه حاضرېږي.
بله خوا طالبان وايي چې خبرې په ټپه نه دي درېدلې، دوام به ولري خو دا چې کله کله وقفه په کې راځي هغه د دې له امله ده چې طالب مشران د ځینو کارونو لپاره نورو هېواونو ته سفرونه کوي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د موقت حکومت د جوړېدو پر سر ځیني ناندرۍ هم راولاړې شوي دي.
طالبان وايي له امریکا سره د دوحې د هوکړې له مخې باید په افغانستان کې یو نوی اسلامي هېواد را منځته شي او اوسنی حکومت ورته واک وسپاري.
خو ولسمشر غني او ګڼ نور افغان چارواکو بیا ویلي چې افغانان د موقت حکومت له جوړېدو ښه تجربه نه لري او په وینا موقت حومت د وینو توییدو او تاوتریخوالي زیاتېدو ته زمینه برابروي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي