اروپايي پارلمان: پاکستان دې په سیمه کې په رښتینې مانا سولې ته کار وکړي

پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په دغه هېواد کې د ترهګرو شته مرکزونه او امن پټنځایوه له منځه یوړل شي.

د اروپايي پارلمان غړو د افغانستان د پارلمان له ځینو ښځینه غړو سره په یوه انلاین غونډه کې ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.

ددوی په خبره اروپا هڅه کوي افغانستان ته دایمي ثبات راشي او په دغه هېواد کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، په دغه هېواد کې باید د ترهګرو امن پټنځایونه له منځه یوړل شي او په سیمه کې د ثبات لپاره پاکستان له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.

اروپايي پارلمان ټینګار کړی چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او اجازه نه ورکوي دلته شته لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ وروسته تر هغه چې د پاکستان د ولسي جرګې غړي مفتي عبدالشکور وویل چې افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د پاکستان د ساتنې لپاره اړینه ده او پاکستان ته په کار ده چې د دغې ډلې ملاتړ وکړي، د افغانستان ولسي جرګې د نوموړي څرګندونې د اسلام له دایرې او انساني خواخوږۍ لرې بللې دي.

د ولسي جرګې له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د عبدالشکور یادې څرګندونې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف بولي، یادې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د افغانستان په چارو کې یې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بولي، افغانستان اوس اسلامي جمهوري نظام لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو چارو کې یې مداخله وکړي.

اعلامیه وړاندې لیکلي، نوموړی چې ځان دیني عالم هم بولي خو بیا هم د افغانستان د خلکو چې ټول یې مسلمانان دي په وژل کېدو یې خوښي څرګندوي.

ولسي جرګې د نوموړي دا څرګندونې د دواړو هېوادونو پر زیان بللې او د یاد هېواد له حکومت او ملی شورا څخه یې جدي غوښتنه کړې ده چې ددې ډول غیر اسلامي او غیر انساني څرګندونو او کړنو مخه ونېسي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ