اردوغان : نوې کابینه سرپرسته ده،هر څه په ځير څارو

ترکیې د طالبانو له لوري د نوې سرپرستې کابینې پر اعلان غبرګون وښود.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نوې کابینې له اعلان خبر شوی دی او په خبره یې طالبانو دا کابینه سرپرسته بللې ده.

د اردوغان په خبره دوی هر څه ته په ځير ګوري او تر ارزونو وروسته یې په اړه څرګندونې کوي.

اردوغان وایي دا نه ده معلومه چې کابینه به تر کومه سرپرسته وي؛ خو دوی هر څه ته متوجه دي او په ځير یې ګوري.

ترکیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو د نوي حکومت د اعلان په اړه څرګندونې کوي.

ترکیه داسې مهال دا خبرې کوي، چې پرون سه شنبه طالبانو د خپل حکومت کابینه اعلان کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې ملا محمد حسن اخند د «اسلامي امارت» رئیس الوزرا‌ء، او ملا غني برادر یې لومړی مرستیال دی.

د طالبانو د نوي حکومت مشر محمد حسن اخند د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

په نوي حکومت کې ملا امیر خان متقي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی او د ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر ټاکل شوي دي.

سراج الدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوي دي.

دا ټول کسان د «طالبانو د اسلامي‌ امارت» مهم اشخاص دي.

د دغو کسانو د اعلان په مهال د کوم بهرني هېواد استازی هلته موجود نه و او نه هم په رسمي مراسمو کې دا کسان اعلان کړل شول.

طالبانو ژمنه کړې وه چې یو «همه شمول» حکومت به جوړوي.

د «اسلامي‌ امارت د کابینې نور وزیران په لاندې ډول دي‌:

ملا هدایت الله بدري‌ د ماليې سرپرست وزیر، مولوي نور الله منیر د پوهنې سرپرست وزیر، ملا خیر الله خیرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر، مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلي سرپرتس وزیر، ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر، ملا محمد یونس اخوندزاده د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر، شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، ملا عبدالمنان عمري د فوائد عامې سرپرست وزیر، ملا محمد عیسی اخوند د معادنو او پترولیمو سرپرست وزیر، مولوي عبدالطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر، ملا حمیدالله اخندزاره د هوايي چلند سرپرست وزیر، مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو او تکنالوژۍ سرپرست وزیر‌ او خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بېرته ستنېدونکو سرپرست وزیر دي.

طالبانو په خپلې نوې کابینه کې د «ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت زیات کړی دی،‌ په مخکني حکومت دا وزارت نه و.

په دې سربېره ملا عبدالحق وثیق د افغانستان د استخباراتو، محمد ادریس د افغانستان بانک مشر، احمد جان احمدي د چارو د ادارې سرپرست مشران ټاکل شوي دي.‌

همدغه راز شیر محمد عباس ستانکزی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او مرکچي و، د بهرنیو چارو وزارت معین ټاکل شوی دی او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ټاکل شوي.

وروستي مطالب