اديتيا رای په يوه فلم کې په ۲ څېرو را څرګندېږي.

اديتيا رای کپور په هغه فلم کې راڅرګندېږي چې مخکې سيدارت ملهوترا ورته انتخاب سوی وو.

دا فلم د “تادم” په نوم دی ،په ۲۰۱۹ز کې د هند په جنوبي سېنما کې په تامل ژبه خپور سو،پروډيسور يې اندر کمار وو،اروون ويجی،تانيا هوپ او ويديا پراديپ يې مرکزي لوبغاړي وه.

هماغه فلم په سېنماوو کې د پام وړ وو او ښه پيسې يې هم وګټلې نو ځکه د باليووډ سېنما غواړي يو ځل بيا دا فلم جوړ کړي.

دا د تادم فلم د لومړنۍ برخې انځور دی

دا فلم د بوشن کمار او مراد کيتاني په پروديسورۍ او د وردان کټکر په لارښوونه جوړېږي، اديتيا رای کپور به په ۲ رولونو کې چې مثبت او منفي وي راڅرګندېږي.
مخکې سيدارت ملهوترا ددې فلم لپاره انتخاب سوی وو خو فلم جوړوونکو اديتيا غوره وبلی.

دا يو اکشن فلم دی او په سپټامبر مياشت کې ريلېز کېږي.

وروستي مطالب