ادبي انځور ( ایماژ) وپيژنئ،چي څنګه يو ذهن د احساساتو ترجماني کوي.

ليکنه: مليحه ناصري
د ادبي انځور په اړه مشترک پېژند یا تعریف دا دی چې په ادبي اثر کې د شاعر یا ادبپنځګر په وسیله , منظر کشۍ, د پېښو او واقعاتو داسې بیانول چې له خیال او تخییلي ځواک څخه پکې کار اخیستل شوی وي او پېښه خوځنده یا متحرکه وانځوروي.
ادبپنځګر لومړی له یوې پېښې خپله انطباع اخلي او تر تجزیې وروسته یې په انځورونو کې وړاندې کوي ، په داسې الفاظو کې چې خوند هم ولري او رنګیني هم.
که شاعر دی که نثر لیکونکی ؛ خو د خپلې ټولنې په زانګو کې راټوکیدلی, هملته لوی شوی او ژوند یې کړی، خامخا له خپله چاپېریاله اغېمن شوی وي.
خپل همدغه اغېزمنتیا د شعر یا نثر په مرسته په داسې تصویرونو کې وړاندې کوي چې هم د ټولنې درد, احساسات , غمیزې او خوښۍ پکې ځای شي, هم ذوقونه وخړوبوي.
عادي وګړی یوازې د پېښې لیدونکی, شاهد او قضاوتګر وي ؛ خو شاعر یا ادیب پېښې ته له بلې زوایې هم ګوري د یوه ادبپنځګر په توګه، دی د پېښې څرنګوالی ګوري, پایلې او اغېزې یې , خپل تأثر او احساس یې په انځورونو کې داسې بیانوي؛ لکه هماغه پېښه چې ژوندۍ شي.
لومړی دا واقعیت د ده په مغزونو کې ثبتېږي , دی ترې اغېزمن کېږي او دې ته یې هڅوي چې پېښه ځای پر ځای ختمه نه شي , بلکې انځوروي یې او د خیال او ذهني ځواک د مداخلې له کبله , لیدلی واقعیت داسې بیانوي ګویا پېښه نوې ده یا پېښېدونکې ده.
ارسطو وایي چې شاعر یوازې پېښې شوې پېښې نه بیانوي, بلکې د هغه پېښې خبرداری هم ورکوي چې پېښېدونکې وي، خبره پر غیبو د پوهېدا نه ده, موخه د شاعر هغه انځورونه هم ده چې د یوې پېښې احتمال سنجوي.
کله چې ادبپنځګر څه لیکي لومړی په ذهن کې هغه ته خام مواد برابروي بیا یې د لیکلو هوډ کوي ؛ لکه نقاش چې لومړی د منظرې لپاره په ذهن کې د رنګونو د ټاکلو او د هغو د امتزاج څرنګوالی سنجوي بیا پیل کوي .
ادبي انځورونه یا ایماژن د عادي ذهن محصول نه دی, بلکې نوښتګر ذهن او تخییلي قوې ته اړتیا ده.
ادبي انځورونه په وچو الفاظو کې نه وي, په خوږه, هنري او ادبي ژبه بیان کېږي, سربېره پر دې د ادبي انځورونې ځانګړتیا دا ده چې متحرک او خوځند یانې ژوندی وي.
مړ تصویر لکه عادي بیان ادبي خوند او ارزښت نشي لرلی ، ژوندی تصویر تر مړه, ژر پر زړه کیني، داسې متحرک تصویر چې لوستونکي عملا له ځان سره صحنې ته وکاږي او پېښه پرې حس کړي، لوستونکی داسې وانګیري چې ګویا کوم فلم ته ناست دی او هر څه یې له سترګو سره دي.
د یوه ښه ادبي اثر ارزښت او ځانګړتیا همدا ده چې د تخییل په قوه دی له نورو اثارو رابېل کړی شي.
د ادبي هنري اثر توپیر له نورو سره پر همدغه بنسټ کېږي چې تر ژبې هاخوا انځورونه یې په زړه پورې وي او پنځګر یې تخییلي ځواک او نوښتګر ذهن ولري، تصویرونه یې ژوندي او متحرک وي د لفظي ښایستونو تر څنګ معنوي اړخ یې هم دروند وي.
د ژوندۍ انځورونې لپاره د نصیر احمد احمدي د ناول یوه برخه را اخلو چې د ناول کرکټر ( رحمدل) یې پکې راپېژندلی:
پیشو وویل:
– رحمدله, خدای دې دا غټې سپږمې ورکې که…
– په تاکونو کې یو چاغ سړی ودرېد, ګېډه یې تر ده نیم ګز مخکې راوتلې وه…
– هیلۍ وویل: همدې ښکاري ټوپک درته ونیوه , چخړنه سترګه یې پټه کړه, ټک , چیووووووو, بوڅه یې راواړولې.
غلې شوه, له لرې یې رحمدل ته وکتل, ویې ویل:
– د رحمدل بریتونه په اسانۍ نه ځړېږي…
– دوړه کېناسته, د رحمدل پټکی په غاړه کې پروت و, پکه ککرۍ یې له خاورو نه برېښېده.
یا لکه د ( کاروان صیب) د شعر دا برخه:
پرون دې سترګې داسې
خوږې راواړولې
لکه چې دوه پیغمبران د خدای له لوري راشي
په تن یې سپینې او ورېښمینې جامې
لکه د سپینې رڼا سیوري راشي
د دواړو لاس کې صحیفې د موسکا
په لومړنۍ بېلګه کې د رحمدل ظاهري بڼه په وچه او بیاني ژبه نه ده راپېژندل شوې, په انځورونو کې یې راښودلې ده. په عامه ژبه رحمدل ( چاغ , خېټور, پک او بریتور ) دی ؛ خو په انځورونو کې لکه هغه یې چې راته رسم کړی وي داسې برېښي.
په دویمه شعري بېلګه کې کاروان د سترګو ښایست داسې وچ نه بیانوي لکه په عامه ژبه چې وایو: سترګې یې ښکلې دي. کاروان وایي :
سترګې یې لکه دوه پیغمبران, د سترګو سپین یې لکه ورېښمینې او ځلیدونکې جامې , د سترګو موسکوالی یې لکه لاسونو کې یې د موسکا صحیفې.
خوږ شاعرانه ترکیب چې بلها خوندوره انځورونه پکې شوې, ته وا همدا اوس همداسې خوږو او ښکلو سترګو ته مخامخ یم.
هاخوا بیا د تخییل مداخله په انځورونه کې خورا پر ځای او خوندوره برېښي، کلام ته داسې رنګیني او خوږلني وربښي چې کله هم هغه اثر لولې لکه د شاتو ډبی دې چې مخې ته ایښی وي او ګبین ترې اخلې، له خوند او خوږوالي سربېره ذوق خړوبوي او د اروایي ارامښت لامل ګرځي.
په ذهن کې خو پېښه ثبت شوې وي ؛ خو د تخییل په مرسته د ذهني خورو ورو تصوراتو له یوځای کېدو یا اړیکو له امله داسې انځورونه رامینځته کېږي چې ګویا بیخي نوې پېښه ده،چې کله کله دا انځورونه د خیال په مټ د منطق تر پولو اوړي, د فکر سرحدونه ماتوي او مبالغو تر حده رسي.
انځورونه یا ایماژن د ادبي اثر جوهر دی، ژوندی او متحرک تصویر د اثر د تلپاتې کېدا لامل کېږي، چې یوازې د همغه پېر نه وي, په نورو او راتلونکو وختونو کې هم په هاغه خوند لوستل کېږي لکه د خپل وخت، د سمې او پر ځای انځورونې لپاره نوښتګر او مبتکر ذهن پکار وي، دا ذهن بیا ډېر ښه د ټولنې د احساساتو ترجماني کولی شي.
د ایماژن په مرسته لیکوال کولی شي چې په اثر کې کرکټرونه وخوځوي او وده ورکړي.
په کومه ټولنه کې اوسي, څه ډول چاپېریال دی, موقف یې څنګه دی, ظاهري بڼه او خوی یې څه ډول دی, دا ټول په انځورونو کې انځورېدی شي.




وروستي مطالب