احمد ولي هوتک بيرته راځي!

ليکنه: صابرحميدي
ټاکل سوې د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک تر یوه کلن ځنډ وروسته یو ځلي بیا سیالیو ته راووځي او د MMA په نوم د جال په یوه نړیواله لوبه کي سیالي وکړي.

احمدولي هوتک یو کال مخکي کابل کي د ناپيژانده وسلوالو له لوري ټپي کړل سو او بیا ئې له هغه راوروسته په هیڅ سیالیو کي ګډون ونکړ.

احمدولي هوتک د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتي په ۲۵مه نېټه د روسي سیال مکس میل سره لوبیږي.
دا لوبه د روسیې هیواد په مسکو ښار کي ترسره کیږي.

احمدولي هوتک په همدې موخه نن له خبریالانو سره په خبرو کي وویل، چي د روسي سیال په وړاندي لوبي ته به په آمریکا او یا هم ټایلینډ هیواد کي تمرینونه ترسره کړي.

د هغه په خبره د یاد روسي لوبغاړي سره دا لوبه د پایټ نایټ له لوري ترتیب سوې او له هغه وروسته بیا د هوتک راتلونکی سیال د اې سې اې سازمان له لوري وټاکل سي.
احمدولي هوتک تر دې مخکي ۸ ځلي په جال کي آزاده لوبه ترسره کړې، چي ۷ ځلي ئې بریا او یو ځلي ئې بیا ماته منلې.

احمدولي هوتک په جال کي دننه دا یوازینی ماته د تکړه روسي لوبغاړي کاناکوف څخه خوړلې.
کاناکوف تېره میاشت بل افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز ته هم په یوه چلنجي لوبه کي ماته ورکړه.