Advertisements
رسنۍ

احسان الله جنت زموږ (۱۷) پوښتنو ته په لنډو کي ځوابونه ویلي

ليکنه: نورخان اشنا

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز یا (اوپنر) لوبغاړي سره ” نورخان آشنا” لنډه مرکه کړې چې (۱۷) پوښتنو ته یې ځواب ویلی.

د سوال او ځواب وړاندې د احسان الله جنت اړوند کرکټ معلومات درته وړاندې کوو.

پوره نوم یې احسان الله جنت دی، د افغان ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر (نوروز منګل) کشر ورور دی، په کال (۱۹۹۷ز) کې د ډسمبر پر ۲۸مه نېټه د افغانستان خوست ولایت کې پیدا شوی.

احسان الله جنت د افغانستان دپاره (۱۶) یو ورځنۍ او (۲) ټیسټ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي دي، په (۱۶) پنځوس اوریزه سیالۍ کې نوموړي ټولټال (۳۰۷) منډې جوړې کړې، دوه ځله ناسوځېدلی پاتې دی، *۵۷ ناسوځېدلي یې لوړې منډې دي، ۲۱.۹۲ اوریج لري، ۶۹.۷۷ سټرایک ریټ لري، سلیزه نلري، درې نیمه سلیزې لري، ۳۸ یې څلوریزې واهلي، ۶ یې شپږیزې واهلي، او ۱۰ یې کیچونه نیولي،

همدا راز یې په ۲ ټیسټ سیالۍ برخه اخیستي ده، څلور یې اننګزونه یې لوبولي، یوځل نا سوځېدلی پاتې دی، ټولټال ۸۵ منډې لري، *۶۵ ناسوځېدلي یې لوړ سکور دی، ۲۸.۳۳ اوریج لري، ۴۲.۰۷ سټرایک لري، سلیزه نلري، یوه نیمه سلیزه لري، ۱۰ څلوریزې او دوه یې شپږیزې وهلي دي، او دوه یې کیچونه نیولي دي.

نوموړي د افغانستان دپاره کومه نړیواله شل اوریزه سیالي نده ترسره کړې.

همدا راز یې د فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سیالۍ په ۱۲ لوبو او ۱۹ اننګزونو کې ټولټال (۱۰۱۵) منډې جوړې دي، دوه ځلې ناسوځېدلی پاتې شوی، ۵۹.۷۰ اوریج لري، ۶۸.۸۱ سټریک لري، ۳ سلیزې او ۵ نیمه سلیزې لري، د یو اننګز لوړې منډې یې (۲۴۸) دي، ۱۲۵ څلورې او ۲۱ شپږیزې لري.

همدا راز په ۲۱ لیسټ اې سیالیو کې نوموړي ټولټال (۴۷۷) منډې جوړې کړي دي، دوه ځله ناسوځېدلی پاتې شوی، د یو اننګز لوړې منډې یې (۵۴) دي، ۲۵.۱۰ اوریج لري، ۱۲۴.۲۱ سټریک ریټ لري، سلیزه نلري، یوه نیمه سلیزه لري، ۴۲ څلوریزې او ۲۱ شپږیزې لري، او ۸ یې کیچونه نیولي دي.

نوموړي لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۷ کال فبروري په ۲۴مه نېټه د زمبابوې خلاف ترسره کړه، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د ۲۰۱۸ کال سپټمبر په ۲۳مه نېټه د بنګله دیش خلاف ترسره کړه.

لومړۍ ټیسټ لوبه یې د ۲۰۱۹ کال مارچ میاشتې پر ۱۵مه نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه.

احسان الله جنت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د افغانستان نولس کلنې لوبډلې (لوبډلمشر) هم پاتې شوی، ترڅنګ یې د افغانستان کورني کرکټ شپږیزه لیګ کې د بوست ساتونکو او میس عینک اتلانو په ګټه هم لوبیدلی، ترڅنګ یې افغان پریمر لیګ کې د پکتیا پینټر په ګټه هم لوبیدلی.

۱۷ پوښتنې.

پوښتنه: اکاډمي مو کله، او چېرته پیل کړه؟

ځواب: اکاډمي مې په کال ۲۰۱۲ کې خوست ولایت کې پیل کړه.

پوښتنه: د اکاډمۍ لومړی استاد مو څوک و؟؟

ځواب: د اکاډمۍ لومړی استاد مې محمد خان ځدراڼ صیب و.

پوښتنه: هارډ بال لوبې وړاندې مو ټینیس بال لوبه کړي ده؟؟

ځواب: هو، زموږ کلی چې (ګلزار اکا) نومیږي هغلته مې ټینیس بال لوبه کوله.

پوښتنه: اوسني وخت کې مو د لوبې کوم یو فرمټ خوښیږي؟؟

ځواب: شل اوریزه او پنځوس اوریزه فرمټونه مې ډېر خوښیږي.

پوښتنه: افغان لوبغاړو کې مو د کوم لوبغاړی لوبه خوښیږي؟؟

ځواب: د حمیدحسن لوبه مې ډېره خوښیږي.

پوښتنه: د کوم نړیوال لوبغاړي لوبه مو خوښیږي؟

ځواب: د هندوستان وتلي لوبغاړي (ویراټ کوهلي) لوبه مې زیاته خوښیږي.

پوښتنه: د افغانستان پرته مو کومه نړیواله لوبډله خوښیږي؟

ځواب: د افغانستان پرته د سویلي افریقې لوبډلې مینوال یم.

پوښتنه: لوی ارمان مو څه دی؟

ځواب: افغاتستان ته د شل اوریزه، یا پنځوس اوریزه نړیوال جام ګټل مې لوی ارمان دی.

پوښتنه: هغه کوم بالر دی چې تاسو یې په وړاندې لوبه کول ارمان ګڼئ؟

ځواب: هغه د پاکستان ښی لاسی تېز بالر (شعیب اختر) دی، خو د ارمان به مې پوره نشي، ځکه زما په راتګ هغه تقاعد اخیستی.

پوښتنه: کوم ډول شاټ مو خوښیږي؟

ځواب: بېک فوټ شاټ واهل مې زیات خوښیږي

پوښتنه: کوم ډول خوراک مو خوښیږي؟

ځواب: خپله افغاني خوراک مې خوښیږي، په ځانګړي ډول ډنډاکی (مۍ وریجې) مې زیات خوښیږي.

پوښتنه: ملي لوبډله کې درته ګران ملګری څوک دی؟؟

ځواب: زما ټول ښه ملګري دي، خو بیا هم دولت ځدراڼ، شرف الدین شرف، او محمدشهزاد مې ښه ملګري دي.

ـــــــــــــــــــــــــــ

څو شخصي پوښتنې:

پوښتنه: واده مو کړی؟

ځواب: هو.

پوښتنه: په خپله خوښه، که د کورنۍ په خوښه؟

ځواب: نه! د کورنۍ په خوښه مې کړی.

پوښتنه: د ملي اتل نوروز منګل صیب پرته څو وروڼه لرئ؟

ځواب: موږ ټول اته) ۸) وروڼه یو.

پوښتنه: هغه نور څه کار کوي؟

ځواب: مشر ورور مې د کابل پوهنتون استاد دی، بل ورور مې ډاکټر دی، درې وروڼه مې قاریان دي، یو بل ورور مې هم پوهنتون خلاص کړی دی،

پوښتنه: تاسو خپله تر کومې اندازې زده کړې کړي دي؟

ځواب، د دولسم ټولګي څخه فارغ یم.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې