فبروري 27, 2021

اتمر: کابل او واشنګټن د سولې د بریا لپاره پر یوه نوي پلان کار کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، کابل او واشنګټن هوکړه کړې چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر یوه نوي ګډ پلان کار کوي.

حنیف اتمر پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې پروسه کې د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونه او ادارې شاملې دي.

له دې وړاندې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې اعلان کړی و چې له طالبانو سره د دې هېواد شوې هوکړه چې تېر کال لاسلیک شوې له سره ارزوي.

اتمر زیاتوي، د جو بایډن د دې پرېکړې هرکلی کوي.

د حنیف اتمر په وینا، چې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو ټولنو له استازو سره یې په دوو بېلو غونډو کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د بیا پیلولو، د خپلو ژمنو عملي کولو ته د طالبانو اړکولو، د سولې د بهیر د پياوړي کولو په موخه د سیاسي او اقتصادي همکارویو زیاتول او په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو د پروګرامونو ملاتړ پر سر يې خبرې کړې دي.

اتمر زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې استازي په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي او د کمېدو غوښتنه يې کوي.

اتمر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه،هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په بین الافغاني خبرو کې د بریالیتوب د ترلاسه کېدو هڅه وکړي.

نوموړي یو ځل بیا افغانستان سره د سولې، امنیت او ودې پر لور د دې سازمان په همکارۍ ټینګار وکړ.

د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې هم د روانې اونۍ په پیل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د علماو، د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو هدفي وژنې وغندلې او پر ملکي وګړو باندې برید یې د ټولو آسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل وګاڼه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*