اتمر قریشي ته: د طالبانو له ملاتړ تېر شئ، هغوی خبرو ته وهڅوئ

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره لیدنه کې ویلي چې پاکستان دې د طالبانو پناه ځایونه او مالي مرستې بندې کړي او دغه ډله دې د سولې جدي خبرو ته وهڅوي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اتمر نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې له محمود قریشي سره لیدلي دي.

اتمر دغه راز ویلي چې د افغان سولې خبرو د بریا لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ اړین دی او پاکستان دې په دې برخه کې خپل رول په سمه توګه ادا کړي.

په ورته وخت کې محمود قریشي یو ځل بیا افغان سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه بللې او ټینګار یې کړی دی چې د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کوي او دوی به هڅه وکړي چې طالبان خبرو ته چمتو کړي.

نوموړی مذاکراتو ته د طالبانو د چمتو کولو خبره پر داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو ویلي چې ګوندې دوی پر یاده ډله پام وړ اغېز نه لري.

بلخوا هند وایي په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او ددې اړتیا ده چې جګړه ختمه شي او پر ځای یې د سولې خبرې چټکې کړل شي.

جي شنکر ویلي هند په سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او دغه هېواد به یواځې پرې نه ږدي.

دده په خبره له افغانستان سره به په بېلو برخو کې همکاري کوي او همدا راز هڅه کوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع هم پياوړې کړي.

په دې لیدنه کې حنیف اتمر هم ویلي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

هغه له هند سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی او زیاتوي چې هند به بېلو برخو کې له افغان حکومت سره رغنده همکارۍ کولی شي.