اتلانو د شپږیزې لیګ اتلولي یوړه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو چې د اکټوبر په ۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ پیل شوی و، اتلولي یې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د جمعې په ورځ مِس عېنک اتلانو لوبډلې وګټله.
د ۲۰۱۹ م کال شپږیزې لیګ لومړي پړاو لوبو کې دوه لوبډلې امو نهنګان او بُست ساتونکې لوبډلې بهر شوې.
دوهم پړاو یا پلی اف سیالیو ته سپین غر پړانګان، کابل بازان، مِس عېنک اتلان او بند امیرښاماران ووتل.
په دوهم پړاو کې هم سپین غر پړانګان او کابل بازان لوبډلې بهر شوې، بند امیر ښامارانو او مِس عېنک اتلانو پایلوبې ته لار پېدا کړه.
FB IMG 1571402144740 اتلانو د شپږیزې لیګ اتلولي یوړه!
پایلوبه د جمعې په ورځ محمدنبي عیسی خېل په ۴ وېکټو وګټله.
ټاس محمدنبي عیسی خېل وګاټه او توپ اچونه یې وکړه، بند امیر لوبډلې په شل اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د عمران جنت د ۳۲ منډو، د شوکت زمان د ۲۷ منډو، د افسر ځاځي د ۲۲ منډو او د باطن شاه ۲۳ منډو په مرسته ۱۵۴ منډې وکړې.
نوین الحق د مِس عېنک لوبډلې لپاره ۳ وېکټې واخېستې.
FB IMG 1571402183612 1 اتلانو د شپږیزې لیګ اتلولي یوړه!
مِس عېنک لوبډلې دا هدف د شلم اوور په پنځم توپ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د نورعلي د ځدران ۴۲ منډو، د رحمان الله ګُربز د ۳۶ منډو او د محمدنبي عیسی خېل د ۳۰ منډو په مرسته پوره کړ او بند امیر لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې اتلولي مِس عېنک لوبډلې واخېسته، دا شپږم پړاو شپږیزه لیګ و، چې په خورا شاندار ډول په کابل کې ترسره شو.
rashid and m nabi 960x438 1 اتلانو د شپږیزې لیګ اتلولي یوړه!
شپږیزه لیګ د کرکټ بورډ له خوا په ۲۰۱۳ م کال کې تاسیس شوی، چې ۲۰۱۳ کال کې سپین پړانګانو، ۲۰۱۴ م کال کې مِس عېنک اتلانو، ۲۰۱۵ کال کې بیا سپین غر پړانګانو، ۲۰۱۶ م کال کې کابل بازانو، ۲۰۱۷ م کال کې بند امیر ښاماراتو او ۲۰۱۹ کال کې مِس عېنک اتلانو بیا وګاټه.
۲۰۲۰ کال کې به د دې لیګ اووم پړاو کېږي، چې مِس عېنک اتلان به له خپلې اتلولۍ د دفاع هڅې کېږي.
د شپږیزې لیګ د زیاتو وېکټو، زیاتو منډو، زیاتو څلوریزو، زیاتو شپږیزو او مِس شوو توپونو په اړه راتلونکي راپور کې ولولئ، یاران وېب پاڼه تعقیب کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.