اتریش: که طالبان ژمنتیا وښيي په رسمیت یې پېژنو

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ وایي، چې دوی تر اوسه پورې د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې خو ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي؛ نو په رسمیت پېژندلو خبره دومره ګران کار نه دی.

هغه زیاته کړې چې که چېرته طالبان بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د بشر نورو اساسي حقونو ته درناوی وکړي؛ نو دوی به یې هم په رسمیت وپېژني.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل هم د طالبانو له لوري د یادو شویو شرایطو د عملي کولو په صورت کې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو خبره کړې وه او ټینګار یې کړی و چې دوی به له افغانستان سره خپلې مرستې څلور برابره ډېرې کړي او دغه راز به په کابل کې خپله استازولي هم بېرته پرانېزي.

په ورته وخت کې په هند کې د ترکیې سفیر فرات سونل له ویون هندي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان له ثبات سره د مرستې په خاطر له طالبانو سره ښې اړیکې مهمې دي.

نوموړي زیاته کړې چې هند او ترکیه په سیمه کې دوه مهم لوبغاړي دي او د دې دواړو هېوادونو اړیکې پر سیمه ییزو تعاملاتو هم مثبت اغېز لري.

هغه د خپلو خبرو پر دوام له طالبانو سره د هند تازه تماسونو ته په اشارې ویلي، چې د سیمه ییز، ځانګړې توګه د افغانستان د ثبات لپاره مهمه ده چې له طالبانو سره ښې اړیکې وپالل شي، ځکه د ده په باور له طالبانو سره دوامداره اړیکې د افغانستان د ثبات برخه کې کلیدي رول لري.

هغه ټینګار کړی دی چې نه یوازې له طالبانو سره بلکې له ټولو سیمه ییزو لوبغاړو سره باید سالمې اړیکې ټینګې شي.

وروستي مطالب