اپریل 14, 2021

آيا د انسان د خولې لاړې د مار د لاړو په څېر زهري کېداى شي؟

Advertisements
ژباړه

څېړونکي وايي، انسان به په راتلونکې کې د مار په څېر زهري/ وژونکي لاړې ترشح کړي.

جاپاني څېړونکو تازه کشف کړه، چې د انسان د خولې لاړې به، د وخت په تېرېدو د مارانو په څېر زهري شي.

په جاپان کې د “اوکيناوا” د علم او صنعت پوهنتون څېړونکو په يوې علمي څېړنه کې وکولاى شول، د”ګودا افعي” مار په جن کې موجود زهر، چې په زهري لاړو پېژندل کېږي، وڅېړي.

له ١٥٠ ډولونو څخه زيات دا ډول ماران په اسيا او امريکا کې ژوند کوي.

جاپاني پوهان وايي د انسان د خولېلاړې د زهريت له پلوه، ممکن د دغو مارانو په څېر شي، خو دوى تاييدوي، چې دا پېښه به په راتلونکو وختونو کې رامنځته شي.

د ډېلې مېل برېټانوۍ ورځپاڼې په حواله، جاپاني څېړونکو د يوې څېړنې پر اساس چې د ملي علومو په مجله کې خپره شوه، دې پايلې ته ورسېدل چې د لاړو د زهري کېدلو د اړتيا جن/ فکټور، په خزنده‌وو او تي لرونکو حیواناتو کې شتون لري.

د دغه راپور پر بنسټ، لومړني شواهد د زهري مارانو او تي لرونکو حیواناتو، له دې ډلې انسان کې د  زهري غدو اړيکه ښيي.

نو څېړونکي په دې اند دي، چې د تي لرونکو د لاړو غدې او په مارانو کې موجودې زهري غدې لرغونی مشترک ټکى لري، چې سلګونه ميليونه کاله پخوا، يانې د دغو دوو له ويش تر اوسه ادامه لري.

اګنېش باروا، محقق او د دې څېړنى اصلي ليکوال وايي:

 “دا د دې تيورۍ لپاره لومړني لاسوندي دي، چې د مارانو افرازې سمي غدې د لومړنيو غدو څخه رامنځته شوي دي.” 

نوموړي زياته کړه:

 ” د مار په څېر د انسان لاړې په زهرو بدلېدل په راتلونکې کې د وړاندوينې وړ ده، خو دا تغيير خاصو محيطي شرايطو ته اړتيا لري.”

 

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ