آنګ سان سوچي په څلور کاله زندان محکومه شوه

په میانمار کې یوې محکمې ددغه هېواد پخوانۍ رهبره په څلور کاله بند محکومه کړه.

د راپورونو له مخې د میانمار پوځي حکومت ویلي چې آنګ سان سوچي په فساد، بې نظمیو او د حکومتي اسرارو په خپرولو کې لاس لرلی دی.

ټولټال پر هغه ۱۱ تورونه دي چې نوموړې یې بې بنسټه بولي.

محکمې پرېکړه کړې چې سوچي به له کورني بند وباسي او د څلورو کلونو لپاره به په زندان کې وي.

سوچي د میانمار د ملکي حکومت مشره وه، چې تر یوې کودتا وروسته یې حکومت را وپرځېد او د پوځ لاس ته ولوېد.

دمګړی د میانمار حکومت د نړیوالو له بندیزونو سره مخ دی. سوچي د نوبل جایزه هم ګټلې ده، خو په نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې د ناوړه چلند له امله په عامه ذهنیت کې له کرکې سره مخ ده.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله