د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۳ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون جمعه لومړۍ شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي اسټرالیا په ۱۰۷ منډو توپیر سویلي افریقا ته سخته ماته ورکړه
په یاده لوبه کي لومړی آسټرالیا توپوهنه وکړه، آسټرالیا د لوبي په ټاکلو شل آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکی.
د آسټرالیا لپاره سټیون سمیت ۴۵، ایرون پینچ ۴۲، الکس کیري ۲۷ او اشټون آګر بیا ۲۰ منډي جوړي کړې.
د سویلي افریقا لپاره بیا سټین او تبریز شمسي دوې دوې، خو لنګي نیګدي او پوهیلیکاوو بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیسته.
کله چي د سویلي افریقا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو ټوله لوبډله ئې د لوبي په ۱۴،۳ آورونو کي یوازي د ۸۹ منډو په کولو سره وسوځېدله.
د سویلي افریقا لپاره ډوپلیسیس ۲۴، ریباډا ۲۲ او پیتي وان بیلجین ۱۶ منډي جوړي کړې، خو نور ټول لوبغاړي ئې په کمو منډو وسوځېدل.
د سویلي افریقا ۵ لوبغاړي ایشټون اګر، ۲ لوبغاړي پات کومینز، ۲ لوبغاړي آدم زیمپا او یو لوبغاړی بیا میچل سټارک وسوځاوه.
ټاکل سوې آسټرالیا او سویلي افریقا دوهمه شل آوریزه لوبه سبا یکشنبه او دوهمه شل آوریزه لوبه بیا راتلونکې چهارشنبه ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي
Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي