مارچ 4, 2021

آسټرالیا ته تر لوبي بایللو وروسته د سویلي افریقا سره لوبیږو!

پرون یکشنبه د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام سیالیو په لړ کي د پنځم مقام ګټلو په موخه افغان او آسټرالیا ۱۹ کلني لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبېدې، چي افغانستان په ۴ ویکیټو د آسټرالیا څخه ماته وخوړه.
د یادي لوبي پچه افغان لوبډلي وګټله او د توپوهني پریکړه ئې وکړه.

افغان لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره آسټرالیا ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکی.
د افغانستان لپاره لوبډلمشر فرهان زاخېل ۹۱ ناسوځېدلي، عبدالرحمن ۲۴، صدیق الله اتل ۱۹، ابراهیم ځدران ۱۷ او جمشید خان بیا ۱۶ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.

د اسټراليا له لوري تنوير سنګا ٤، ليام سکاټ ٢ او ليام مارشال ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ١٩٢ منډو هدف د اسټراليا لوبډلي په ٤٩.٥ اورونو کي د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې سره ئې په ٤ ويکټو افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د آسټرالیا ۱۹ کلني لوبډلي لپاره سام فانينګ ٦٢، لاچلن هيم ٤٨ او تنوير سنګا  بیا ٤٦ ناسوځېدلي منډي وکړې.

د افغان لوبډلي لپاره بیا دوې ـ دوې ویکیټي جمشید خان او ظهیب واخیستې، خو یو ـ یو لوبغاړی بیا عبدالرحمن او شفیق الله غفاري وسوځاوه.

په دې سره اوس افغانستان د سویلي افریقا سره د اووم مقام ګټلو لپاره راتلونکې چهارشنبه او آسټرالیا بیا د ویسټ انډيز سره د پنځم مقام ګټلو لپاره راتلونکې جمعه لوبیږي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام لوبي تر نیمه پایلوبي رسېدلي، چي هندوستان، پاکستان، بنګله دېش او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ورته لاره پيداکړې.
افغان لوبډلي د تیري جمعې په ورځ پاکستان ته لوبه وبایلله او وئې نسو کړای، چي نیمه پایلوبي ته ووځي.
د یاد نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه سبا د سې شنبې په ورځ د پاکستان او هند ترمنځ، خو دوهمه نیمه پایلوبه بیا راتلونکې پنجشنبه نیوزیلینډ او بنګله دېش کرکیټ ملي لوبډلي ترسره کوي.
د نړیوال جام پایلوبه بیا راتلونکې یکشنبه ترسره کیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ