ټاکل سوې سبا د اروپا اتلانو لیګ د دوهم پړاو په سیالیو کي بارسلونا فوټبال لوبډله د ناپولي فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته سي.
دا لوبه د ایټالیا هیواد په کوربتوب سبا سې شنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کیږي.
په همدې موخه نن دوشنبه بارسلونا فوټبال لوبډله ایټالیا هیواد ته سفر کوي، تر څو سبا سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ په یوې مهمه لوبه کي د ایټالوۍ لوبډلي ناپولي سره لوبه ترسره کړي.
دا چي د کرونا ویروس ایټالیا ته هم رسېدلی، نو به د میسي ترڅنګ د بارسلونا ټوله لوبډله کرونا ټیسټ ورکوي، تر څو کوم څوک په اخته نه وي.
خو معلوما ښيي، چي کرونا ویروس لا تر اوسه د ایټالیا جنوبي سیمي ته ندی رسېدلی او په همدې خاطر به هم نن له بارسلونا لوبډلي څخه ټیسټ واخیستل، ځکه چي سبانۍ لوبه د ایټالیا په جنوبي سیمه کي ده.
که د بارسلونا د لوبډلي د یوه لوبغاړي پر بدن تودوخه معلومه سي، نو ډېر ژر به روغتون ته ولېږدول سي.
په ایټالیا هیواد کي د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته په ټولو هوايي ډګرونو او بندرونو کي د دولت لخوا اړین روغتیایي خدمات چمتو سوي، چي د هر داخل کېدونکي مسافر څخه ټیسټ اخلي.
بارسلونا وړمه شپه د لالیګا لیګ په یوې بلي مهمي لوبي کي ۵ ګولونه پر ۰ ایبار ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي ۴ ګولوهني د نړۍ وتلي فوټبالر لیونل میسي ترسره کړې.
په هغې بریا سره بارسلونا د لالیګا لیګ د جدول لومړي ځای ته ۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره ځان ورساوه.
نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي
Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي