خوندیتوب طبیعت

د انسان د زړه په اړه جالبې خبرې

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

زړه يو موټي ته ورته عضلي ارګان دی چې په بدن کې د يوه پمپ حيثيت لري. دا غړی رګونو ته د وينې د پمپولو دنده ترسره کوي. وینه د زړه د پرله پسې رېتميک غونجېدلو په پايله کې نورو رګونو ته ورځي. په انيلايډونو، مولاسکونو او آرتروپوډونو ژونديو کې همداسې زړه ته ورته يو جوړښت دا کار ترسره کوي.

همدارنګه د يو انسان زړه د هغه د ژوند په اوږدو کې تقريباً درې ميليارده وار دربيږي چې دا د حيرانتيا وړ چاره ده.

د زړه په اړه نور معلومات دلته لوستی شئ:
۱- زړه طبيعي حرکات


که تاسو چيرې کوښښ هم وکړئ چې د زړه درزيدا مو ودروئ، دا کار شونی نه دی ځکه زړه د عصبونو له لارې نه کنټروليږي، بلکې يو ځانګړی لارښود لري. د زړه په مخکې برخه يا حويلۍ کې د سينوس غوټو په نامه د حجراتو يو ګروپ پروت دی چې په منظم ډول د کوچنيو برقي ټکانونو په ورکړې سره زړه دې ته اړ کوي چې ډېر په چټکۍ سره خپل کار وکړي او ځان راټول کړي.

۲- زړه د طبيعت يوه معجزه ده


د موټي په شکل جوړ دا عضلات په دقيقه کې کابو ۷۰ ځله ځان ټولوي او په دې توګه په ورځ کې تر۱۰ زره ليتره پورې وينه بدن ته پمپوي. دا کار ټول عمر کوي. د اړتيا په صورت کې، د مثال په توګه کله چې انسان سپورت کوي، زړه یې د نورمال حالت په پرتله بدن ته پنځه وارې زياته وينه ليږدوي.

۳- د زړه پمپ


کله چې د يوه انسان زړه سم کار نه کوي د مثال په توګه د زړه د عضلاتو د کمروزۍ له وجې نو کيدای شي له زړه په مصنوعي توګه مرسته وشي. يعني د انسان خپل ناروغ زړه په بدن کې پاتې وي، خو يو پمپ چې د عمليات له لارې ورته لګول شوی وي، تقويه کوي یې.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

۴- زړه د ژوند ژغورونکې اوسپنه


کله چې د وینې يو شريان تنګ شوی وي، ډاکتران بيا په دغه رګ کې کاتيتر نه شي داخلولی او د رګ دغه تنګه برخه د يوې پوقانې په وسيله پراخوي. دا چې بيا وروسته دغه رګ بيرته راتنګ نه شي، يو کوچني اوسپنیز جال چې «ستېنت» ورته ويل کيږي (په انځور کې) د رګ د تکيه کولو له پاره هلته ږدي.

۵- کله چې زړه نه غواړي نور کار وکړي


په لومړي ځل په ۱۹۶۷م کال کې د زړه د بدلولو عمليات ترسره شول چې دا هغه وخت يوه لويه خبره وه. خو اوس يوه عادي چاره ګرځيدلې ده: هر کال ډاکتران په زرونه داسې عمليات کوي او د هغو انسانانو زړونه چې تر مړينې وروسته یې د زړه د هديه کولو وصيت کړی وي، نورو انسانانو ته انتفاليږي. خو د نوي زړه خاوند بايد ټول عمر درمل وکاروي څو یې بدن دغه پردی غړی ومني.

۶- د زړه کتېدونکی وال


کله چې د زړه يو وال خراب شي او يا وسوليږي نو بايد بدل شي. ډاکتران یې يا خو بيالوژيکي بديل لټوي او يا ميخانيکي د اوسپنې جوړ والونه استعمالوي. خو اوس داسې پلاسيتکي والونه هم جوړ شوي دي چې کتيږي او په آسانۍ سره د رګ له لارې په زړه کې نصبيدلی شي، يعني د زړه د پرانيستلو اړتيا نه وي.

۷- د ورانه له لارې زړه ته رسيدل


عصري طب د دې زمینه برابره کړې چې د سينې د څيرې کولو پرته د زړه عمليات او يا نورې معاينې ترسره شي. په دې موخه ډاکتران Cardiac Catheter يا يو نری پلاستکي پايپ د ورانه، څنګلې او يا مړوند له لارې لومړی رګ ته او بيا زړه ته تېروي.

۸- د زړه عمليات


کله چې د زړه د عملياتو اړتيا پېښه شي نو ډاکتران بايد د لږ وخت له پاره زړه ودروي او د وينې دوران بند کړي. دا په اصل کې مرګ دی. خو په ۵۰ مه لسيزه کې ساينس پوهانو دا مشکل حل کړ. دوی د زړه او سږو يو ماشين جوړ کړ. دغه آله د يو څه وخت لپاره د زړه او سږو کار کوي. يعني وينې ته آکسيجن ورکوي او بدن ته یې انتقالوي.

۹- زړه سخت کارونه هم کوي


زړه هم يوازې يوه عضله ده خو يوه ډېره ځانګړې. دا د پښو او لاسونو عضلو ته ورته ده، ځکه دا عضله هم ځان ډېره په چټکۍ او ډير زور سره ټولولی شي. خو د زړه عضلات ډير قوي دي او نه ستړي کيږي.

۱۰- زړه له دوه وارې زيات کار کوي


په اصل کې زموږ زړه له دوو پمپونو جوړ شوی. ځکه د وينې دوه جريانونه لرو. د زړه ښی خونه يا برخه وينه سږو ته پمپوي چې هلته وينه آکسيجن اخلي. په عين وخت کې د زړه کيڼه برخه په هماغه اندازه وينه بدن ته ليږدوي. دا ساده کار نه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي