د افغان موسیقۍ ښځینه ارکسټر معتبره نړیواله جایزه واخیسته

د افغانستان د ښځو لومړني او یوازیني ارکسټر ” زهره “ ته د فري موز (Freemuse) په نوم د ۲۰۱۷ م کال د موسیقۍ معتبره نړیواله جایزه ورکړل شوه.

په دې ارکسټر کې په کابل د موسیقۍ د انسټیوټ یو شمیر نجونې زده کونکې شاملې دي.

بي بي سي په یو راپور کې په دې اړه وايي: یو شمیر له دې نجونو څخه چې عمرونه یې له ۱۳ کلونو څخه تر شلو کلونو دي، له ډيرو بې وزلو کورنیو او یا کوڅو راټول شوي دي.

******

  1. جګي چن د ” د کنګ فو یوګا“ په تبلیغاتو پسې هندوستان ته تللی
  2. د اسرایلو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې ځيپي لیوني بلیجیم ته د نیول کیدو له ویرې سفر لغوه کړ
  3. نریندرا مودي او ډونالډ ټرمپ نن شپه په مهمو مسایلو خبرې کوي
  4. د ورځې یو سړی ۱۰ ښځو ته ځیر ځير ګوري

همدې بې وزلو خو بااستعداده نجونو تیره اونۍ د سویس په داووس کې په هغه نړیوال اقتصادي فورم کې چې د۱۰۰۰ تنو په شا او خوا کې د نړۍ مشران په کې راټو شوي وو، د موسیقۍ پر شرقي الاتو افغاني نغمې واورولي .

افغانان چې په مجموعې توګه د موسیقۍ اوریدونکي او مینه وال دي، خو په دې سنتي ټولنه کې د موسیقۍ مسلکي زده کړه او غږول هغه هم د ښځو لپاره یو ستونزمنه او ننګونکي چاره ده.

د موسیقۍ ملي انستیوټ کې چې په وروستیو کلونو کې د افغان موسیقار استاد سرمست په هڅو بیرته فعال شوی دی، دا مهال د دوه سوه نارینه زده کونکو تر څنګ پنځه شپیته نجونې هم د موسیقۍ فني زده کړې کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */