بریا او پرمختګ

ولې ځینې خلک ځیرک او ځینې عادي وي؟ څو توپیرونه یې

لیکنه: ياران

ژباړه: سيف الله هلمند

ډېر لوی توپير د ځيرکو او متوسطو اشخاصو ترمنځ شتون لري، ځيرک اشخاص په مستقيمه توګه د متوسطو اشخاصو سره مخالف دي. د دې دوه ډلو اشخاصو د توپير د پوهيدو په موخه بې شماره واره په لاندي ډول واضح کړو:

۱: ځيرک اشخاص د نويو تيوريانو، نظریو او تاکتیکونو په اړه خبري کوي، په داسي حال کي چي متوسط اشخاص د شيانو لکه موټر، موبيل….. په اړه ږغيږي.

۲: ځيرک اشخاص خپل وخت پر مطالعې مصرفوي، خو متوسط اشخاص خپل وخت په ساعتري لکه د ټي وي کتل، ويډويي لوبې کولو او دې ته ورته نورو هغو باندي ضايع کوي.

۳: ځيرک اشخاص تحريکونکي او نور الهام بخوښونکي کتابونه مطالعه کوي، خو متوسط خلک بيا اکثره وخت خپل وخت نور هغو باندي لکه سينمايي مجلې او نورو باندي ضایع کوي.

۴: ځيرک اشخاص تل کوښښ کوي، چي نوي شيان ومومي او کله هم خپلې هڅي نه دروي، خو متوسط اشخاص خپل ځانونه د هغه څه سره مصروفوي چي دوی د پخوا څخه پرې پوهيدل.
۵: ځيرک اشخاص اکثره وخت د خپلو موخويو د ترلاسه کولو له امله خفه وي، ځکه دوی ځانته داسي لوي موخې ټاکلي دي، چي لاسته راوړل يې اسانه کار نه وي، خو دوی هيڅکله هم خپلو موخويو ته د رسېدو کوښښ نه پرېږدي، ليکن متوسط خلک خفګان نلري ځکه ددوی اهداف ډېر کوچني او حتی ناچیزه وي، او په اسانی سره ترلاسه کيږي.

۶: ځيرک خلک اکثره وخت غصه کېږي، پداسي حال کي چي متوسط خلک حتی بيخي غصه کيږي نه، ځکه که ښه پيښيږي او که بد تقریبآ دوی ناپيلي پاتيږي، خو ځيرک اشخاص بيا غبرګون ښيي او پر ناسمې پېښي يې زړه خفه کيږي.

۷: د ځيرکو اشخاصو لپاره دا ډېره سخته ده، چي د هر چا سره ملګری سي، دوی تل کوښښ کوي چي د خپلو همفکرو سره ملګري سي او يا ملګرتيا وپالي. خو متوسطو اشخاصو ته اسانه ده چي د هر چا سره ملګرتيا او ناسته ولاړه وکړي.

۸: ځيرک اشخاص ځان لپاره بېله لاره جوړوي، خو متوسط اشخاص د نورو د تعقیبوي.

۹: ځيرک اشخاص د کوچنيو موخويو او اهدافو په ترلاسه کولو نه خوښږي، خو متوسط بیا برعکس.

۱۰: ځيرک اشخاص خپلو موخويو ته د رسييدو په پار رېسک يا خطر ته غاړه ږدي، خو متوسط اشخاص بیا دا جرات نلري.

۱۱: ځيرک اشخاص کله هم د نويو کارونو پر کولو زړه نا زړه نه کېږي، خو متوسط بيا د نويو شيانو پر کولو هر وخت زړه نازړه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران