سپورټ نړیوال کرکټ

زیمبابوې له نږدې ۶ کلن انتظار وروسته په ټیسټ کرکټ کې بریا خپله کړه 

د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب لرونکې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د نږدې ۶ کلن انتظار وروسته په ټیسټ سیالیو کې بریا خپله کړه.

 زیمبابوې کرکټ ملي لوبډله د یو شمیر رسمي سیالیو د ترسراوي په موخه بنګله دیش ته تللې ده، چې په لمړۍ ټیسټ لوبه کې یې بنګله دیش ته ماته ورکړه.

 بنګله دیش ته د ۱۷ کلن انتظار وروسته د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د پوره ۱۱ ټیسټ لوبو او ۲۰۱۳ م کال را ورسته په لمړي بهرني سفر کې دغه چاره ترسره کړه.

په سیالۍ کې د میلمه زیمبابوې لوبډلې د ۲۸۲ او ۱۸۱ منډو په ځواب کې بنګله دیشۍ لوبډله یواځې په ۱۴۳ او ۱۶۹ منډو جوړلو سره وتوانیده او د ۱۵۱ منډو په توپیر سره یې ماته وخوړه، چې پکې د زیمبابوې لوبډلې لپاره سین ویلیمز په ۱۰۸ منډو او سکندر رضا د ۴۴ منډو او ۶ ویکټو سره ښه لوبه تررسره کړه.

 له دې ۵ کاله وړاندې د ۲۰۱۳ م کال په سیپټمبر میاشت کې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په خپل کور کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړې وه، چې له هغې وروسته یې د ټیسټ کرکټ په کومې سیالۍ کې بریا نه وه خپله کړې.

 زیمبابوې لوبډلې سره په دې ورستیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکینی هندی روزونکی لال چاند راجپوټ سیتها رام د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه، چې ښايي تر ډیره یې په دې بریا کې رول لوبولی وي.

لا د وړاندې وړاندې زیمبابوي لوبډلمشر هیمیلټن مسکډزا د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د لال چاند د مشر روزونکي په توګه د ټاکنې هر کلی کړی و او ویلي و، خوښ دی، چې دغه ډول باتجربه روزونکی یې د لوبډلې لپاره غوره شوی دی.

 د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۱۸ م کال په همدې وروستیو کې د جنوبي افریقا او بنګله خلاف سیالۍ ترسره کوي، چې نوي روزونکي لال چاند لپاره هم یوه ازموینه ده، تر څو د زیمبابوې لوبډلې د مسلسل ماتو پر ځای د بریاوو په لړۍ کې ښه رول ترسره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی