سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د حضرت الله ځاځي پرمختګ

د کرکټ نړیوالې شورا د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۲۷ مه نېټه د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو درجه بندي اعلان کړه، په درجه بندۍ کې د لوبغاړو عجیب ادلون بدلون راغلی.

په نوې درجه بندۍ کې حضرت الله ځاځي له شپږ دېرشم مقام څخه اووم مقام ته پرمختګ کړی دی، نوموړي چې د فبروري په ۲۳ مه نېټه د شنبې په ورځ د ایرلېنډ خلاف ځېنې ریکارډونه جوړکړل اوس یې په درجه بندۍ کې د چټک پرمختګ ریکارډ هم خپل کړ.

حضرت الله ځاځی چې کابو یو کال کېږي له افغان لوبډلې سره ملګری شوی، د پرمختګ په پوړۍ مخ په بره روان دی.

د ایرلېنډ خلاف په درې شل اوریزو لوبوکې هغه ۲۰۴ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې دوهمې زیاتې منډې دي، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ریکارډ شو.

نوموړی اوس له هندي لوکېش راهول څخه یواځې ۹ نومرې وروسته دی او اووم مقام کې دی، ده ډارسي شارټ، فخرزمان، الېکس هېلس، جېسن رای او نور مشهور لوبغاړي تر شا پرېښوول او ځان یې تر اووم مقامه را ورساوه.

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو توپ وهونکي
بابراعظم لومړی، کولېن منرو دوهم، ګلېن مکسویل دریم، اېرون فېنچ څلورم، ایوین لیویس پنځم، لوکېش راهول شپږم، حضرت الله ځاځی اووم، هغه ۷۱۸ نومرې لري.
ډارسي شارټ اتم، فخرزمان نهم او الېکس هېلس لسم مقام کې دی.

شهزاد محمدي او شل اوریزو لوبو درجه بندي
که څه هم حضرت الله ځاځي او ځېنو نورو لوبغاړو په درجه بندۍ کې پرمختګ کړی؛ خو د دوی پرمختګ د پخوانیو لوبغاړو لپاره غم شو، شهزاد محمدي چې مخکې درجه بندۍ کې څوارلسم و اوس شلم مقام ته رسېدلی او ۶ درجې وروسته شوی دی.

ویرات کولي چې مخکې پنځلسم لوبغاړی و اوس اوولسم مقام ته لوېدلی دی.

محمدنبي عیسی خېل هم رامخکې شوی، هغه مخکې ۳۷ م مقام کې و اوس دېرشم مقام ته رامخکې شوی، نجیب الله ځدران له اته څلوېښتم مقام څخه شپږ څلوېښتم مقام ته راغلی.

اصغر افغان دري پنځوسم مقام کې دی، سمیع الله شینواری اته پنځوسم مقام کې دی، عثمان غني چې مخکې سلم مقام کې و اوس نهه اویایم مقام ته راغلی دی.

دا یواځې د شل اوریزو لوبو د ځېنو توپ وهونکو پرمختګ او وروسته تګ دی، د نورو لوبو لوبغاړي پکې نه دي شامل.

په دې ډول د نړۍ په غوره سل توپ وهونکو کې اوه افغان لوبغاړي هم شامل دي، چې د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي