سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په IPL کې د حضرت ځاځي د لوبیدو غوښتنه

حضرت الله ځاځی چې د نړۍ په کچه یو له سترو هېټرانو دی، په دې وروستیو کې د کرکټ لوبې بازار خورا ګرم دی او نړیوال یې هم د لوبې مینه وال شوي دي.

ځاځي د ریکارډونو پیل د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د تېر کال اکټوبر میاشت کې وکړ، هغه د کابل لوبډلې لپاره د برید کوونکي او اوپنر توپ وهونکي په توګه پیل وکړ.

هغه د بلخ لوبډلې په اف برېک توپ اچوونکي عبدالله مزاري په یو اوور کې د شپږ، شپږیزو ریکارډ جوړکړ او ځان یې د نړیوالو لوبغاړو د ریکاډونو په قطار کې راوست.

ورپسې یې د ایرلېنډ په ۲۰۱۹ کال کې ډېری ریکارډونه جوړکړل او د ۲۰۱۹ کال پیل هم د ځان لپاره په ریکارډونو وکړ او هم یې د افغانستان لپاره.

هغه د ایرلېنډ خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې ۱۶۲ منډې وکړې او دوهم لوبغاړی شو، چې د نړۍ په کچه زیاتې منډې جوړوي.

په یوه پاڼۍ کې یې ۱۶ شپږیزې ووهلې، چې په یواځې ځان په یوه شل اوریزه لوبه کې تر ټولو زیاتې شپږیزې دي.

د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر میاشت کې هغه د دولسم پړاو آې پي ایل لپاره بولۍ ته وړاندې شو؛ خو لوبډلو ورته دلچسپي ونه ښوده.

د ۲۰۱۹ کال په سر کې شاه رخ خان ویلي وو، چې ځاځی به د کلکتې لوبډلې برخه جوړوي.
حضرت الله ځاځي بیا له شاه رخ خان څخه مننه هم کړې وه. خو تر اوسه نوموړی د آې پي ایل برخه نه دی.

دلته د مارچ میاشتې په اوږدو کې د کرکټ زیاتره ماهرینو او مینوالو په ټوېټر د ځاځي غوښتنه کړې ده او هغه یې د آې پي ایل لوبو لپاره مناسب لوبغاړی بللی دی.

ځاځی او د ټوېټر کاروونکي

د اپېکشېت په نامه د ټوېټر کاروونکي لیکلي، که سمېت له راجستان سره یو ځای نه شي نو ځاځی غوره انتخاب دی، چې باید واخېستل شي، ده لیکلي که ځاځي له جاس بټلر سره اوپننګ وکړي؛ نو خورا ښه جوړه ده.

د احسوم په نوم یو ټوېټر کاروونکي لیکلي، چې حضرت الله ځاځی د بنګلور لپاره مناسب لوبغاړی دی.

د اکي په نامه یو کرکټ مینوال لیکلي، ځاځی د آې پي ایل لپاره بالکل جوړ دی.

د پټانېک په نامه یو ټوېټر کاروونکي لیکلي، ځاځی د شل اوریزو لوبو سپېشلېسټ دی، هغه د سترو شاټونو صلاحیت لري او ځوانه انرژي ده. وایي که چینای یې واخلي نو غوره ټاکنه ده.

د کرکټ نړیوالې شورا بیا د ځاځي او افغانستان ریکارډونه په ټوېټر لیکلي، ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې، ۲۳۶ منډې ملګرتیا او تر ټولو ستر ټارګېټ.

د لاما په نامه یو ټوېټر کاروونکي لیکلي، تاسې یواځې د ځاځي لیوني شاټونه وګورئ او هغه دا سړی خامخا په آې پي ایل کې واخلئ.

د صافي په نامه یو تن لیکلي، چې د آې پي ایل هیڅ لوبډله باید ځاځی مېس نه کړي.

د ټوېټر ډېری کاروونکو د ځاځي غوښتنه کړې، چې باید آې پي ایل کې واخېستل شي؛ خو لا هم نه دی اخېستل شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی