سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په شل اوریزو کې لوبو کې له ګیل او ویرات کولي د شهزاد او ځاځي مخکې والی

د هندوستان این ډي تلویزیون د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو درجه بندي خپره کړې، د دغې رسنۍ په دغې درجه بندۍ کې ټول سل لوبغاړي شامل دي، چې هغوی د نړۍ په کچه د زرګونه توپ وهونکو په منځ کې مخکښ توپ وهونکي دي، د دغو مخکښو توپ وهونکو د نوملړ خلاصی له افغان برید کوونکو توپ وهونکو نشته او خامخا ځان پکې شاملوي.

افغان لوبغاړي او لوبډله چې د کرکټ لوبو یې لا دوه لسیزې هم نه پوره کېږي، د کرکټ په نړۍ کې ګړندي ګامونه اخلي او نړیوالې پخوانۍ مشهورې لوبډلې او پخواني مشهور لوبغاړي ننګوي او ترې د مخکې تګ په تلاش کې دي.

مونږ ټول شاهدان یوو، چې افغان لوبډلې د تېر په پرتله د ۲۰۱۵ م کال راهیسې ښې لوبې کړي او نړیوال یې حېران کړي؛ په ځانګړي ډول په ۲۰۱۸ م کال کې د افغان لوبډلې لوبې په ټوله معنا د ستایلو وې.

د افغان لوبغاړو او کرکټ مسئولینو د څه ناڅه هڅو په پایله کې نن سبا افغان لوبغاړي په لیګونو کې مخکښ دي او نړیوال یې په صفتونو نه مړېږي.

خبره رالنډووم او د این ډي تلویزیون د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو درجه بندۍ ته راځم.

د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پاکستانی بابراعظم لومړی، نیوزیلېنډی کولېن منرو دوهم او اسټرالیایي اېرون فېنچ دریم مقام لري.

افغان پیلوونکی برید کوونکی توپ وهونکی شهزاد محمدي له نیوزیلېنډي کېن ویلیمسن څخه وروسته په څوارلسم مقام کې دی او له هندوستاني ویرات کولي څخه مخکې دی.

کین ویلیمسن ۶۶۴ نومرې لري او د سلو غوره توپ وهونکو په قطار کې یې دیارلسم ځای خپل کړی دی.

شهزاد محمدي او ویرات کولي
شهزاد محمدي په درجه بندۍ کې د ۶۴۷ نومرو په لرلو سره د سلو غوره لوبغاړو په ل ړکې څوارلسم نمبر دی او له ویرات کولي څخه ۱۱ نومرې مخکې دی.

شهزاد محمدي دېرش کاله عمر لري.

محمدي ۶۵ شل اوریزې لوبې کړي او ۱۹۳۶ منډې یې پکې جوړې کړي، یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې یې وهلي او یوه لوبه کې یې ۱۱۸ ناسوځېدلې لوړې منډې دي.

ویرات کولي چې دېرش کاله عمر لري هم ۶۵ شل اوریزې لوبې کړي، په دغو لوبوکې یې ۲۱۶۷ منډې کړي، کومه سلیزه نه لري او ۱۹ پنځوسیزې یې وهلي دي په یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۹۰ ناسوځېدلې دي.

ویرات کولي د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې ۶۳۶ نومرې لري او پنځلسم مقام کې دی، چې له شهزاد څخه ۱۱ نومرې وروسته دی او مقام کې هم ترې یو قدم شاته دی.

په شپاړسم او نورو مقامونوکې هم لوبغاړي شته؛ خو مونږ له هغو څخه تېرېږو او د یو بل برید کوونکي افغان توپ وهونکي په اړه معلومات درکوو، دا توپ وهونکی ځوان شل کلن افغان لوبغاړی دی، حضرت الله ځاځی یادوم، چې د نړیوال کرکټ په دُرشل یې تازه قدمونه ایښي او د ځلېدا په زینه او پوړیو چټک ګامونه اخلي او ځان د کرکټ تر هسکو رسوي.

حضرت الله ځاځی
حضرت الله ځاځي چې ایله یې د خپل ژوند شلم پسرلی پیل کړی، د افغانستان لپاره یې درې شل اوریزې لوبې کړي، چې په دغو لوبو کې یې ۱۷۴ منډې کړي دي، چې دوه نیمه سلیزې یې پکې وهلي دي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۸۲ دي.

ځاځی تر بنګله دېشي شکېب الحسن یوه نومره وروسته دی، حضرت الله ۵۱۴ نومري لري او په اته دېرشم مقام کې دی، که افغان لوبډله شل اوریزې لوبلړۍ ولري او دا ځوان پکې ولوبېږي، کولای شي ډېری لوبغاړي؛ ان شهزا محمدي هم وروسته کړي او ځان تر لومړیو کرښو ورسوي.

ځاځي ډېری تجربه لرونکي لوبغاړي لکه سریلانکایي تېسارا پرېرا، افغان غوره او ستوری لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل، ویسټ انډیزی کرېس ګېل او نور غوره لوبغاړي وروسته کړي دي.

کرېس ګېل په دغه لېست کې په دري شپېتم مقام کې دی.

محمدنبي عیسی خېل
محمدنبي عیسی خېل چې په افغان لوبډله کې نه هېرېدونکي هستي او د افغان لوبډلې ځانګړی ډاډ دی، د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې دري څلوېښتم مقام کې دی، نوموړی ۴۹۸ نومرې لري.
عیسی خېل ۶۵ شل اوریزې لوبې کړي، ۱۰۱۴ منډې یې پکې جوړې کړي، ۸۹ یې لوړې منډې دي او دوه پنځوسیزې یې پکې جوړې کړي دي.

نجیب الله ځدران
نجیب الله کیڼ لاسی بریدکوونکی منځنی توپ وهونکی دی، د شل اوریزو لوبو په توپ وهونکو کې پنځه څلوېښتم نمبر دی، ۴۷۹ نومرې لري.
ده ۴۷ شل اوریزې لوبې کړي، چې پکې یې ۷۱۱ منډې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۶۰ ناسوځېدلې منډې لوړې منډې دي.
په شل اوریزو لوبوکې یې دوه نیمه سلیزې وهلي دي.
نجیب الله ځدران اوسمهال ۲۵ کاله عمر لري.

اصغر افغان
اصغر افغان چې د افغان لوبډلې بریالی لوبډلمشر دی، د سلو غوره توپ وهونکو په نوملړکې نهه څلوېښتم مقام خپل کړی دی، ۴۶۵ نومرې لري، د هندوستان له منېش پانډی او پاکستاني محمد حفیظ څخه مخکې دی.
۵۶ شل اوریزو لوبوکې یې ۱۰۳۱ منډې کړي دي؛ یوه لوبه کې یې ۶۲ لوړې منډي دي او شل اوریزو لوبو کې یې درې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛ اصغر افغان اوسمهال ۳۱ کاله عمر لري.

سمیع الله شینواری
شینواری د لوبغاړو په نوملړکې دري پنځوسم ځای خپل کړی دی، ۴۵۰ نومرې لري، تر هندي سورېش رېنا او اسټرالیایي ډېوېډ وارنر مخکې دی.
سمیع الله په ۶۰ شل اوریزو لوبوکې ۹۶۸ منډې کړي، یوه لوبه کې یې ۶۱ لوړې منډې دي او دوه نیمه سلیزې یې وهلي دي. سمیع الله شینواری اوسمهال ۳۱ کاله عمر لري.

عثمان غني
عثمان غني شپږ نوي یم مقام ترلاسه کړی دی، ۲۷۰ نومرې لري.
عثمان غني ۱۷ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې ۳۵۹ منډې یې پکې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۶۹ دي او دوه نیمه سلیزې یې جوړې کړي دي.

ګلبدین نایب
ګلبدین نایب چې د افغان لوبډلې الراونډر دی؛ د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې سلم او وروستی ځای خپل کړی دی، نوموړی ۲۵۰ نومرې لري.
په ۳۸ شل اوریزو لوبوکې یې ۴۳۸ منډې کړي دي، یوه لوبه کې ۵۶ ناسوځېدلې لوړې منډې دي.
دغو لوبوکې ده یوه پنځوسیزه وهلې ده.
په دې ډول د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو د سلو غوره توپ وهونکو په درجه بندۍ اته افغان لوبغاړي شامل دي، چې د افغانستان د ویاړ خبره ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي