ادبیات

زر تار کتاب چاپ شو 

دا یو څرګند او منلی حقیقت دی، چې په هره ټولنه کې د پوهانو ویناوې ستر ارزښت لري او د کاڼې کرښې ګڼل کېږي، ځکه چې ټولنه د نېکمرغۍ، سوکالۍ او هوساینې په لور بیایي، دا چې ډېری خلک د خپلو خبرو د کره والي او خپلې وینا او خبرو ته د نورو کسانو د پام را اړولو په موخه د پوهانو له لنډو ویناوو څخه ګټه اخلي، نو ما هم دا ښه و ګڼله، چې د (زرتار) تر عنوان لاندې د سیمې او نړۍ د مشهورو لیکوالو او مبارزینو لنډې ویناوې راټولې، وې ژباړم او ستاسو درنو حضور ته یې د یوې ټولګې په بڼه وړاندې کړم.

د دې ټولګې د ژباړلو او چمتو کولو لپاره مې د ګڼو کتابونو پاڼې واړولې او راواړولې او دغه راز د یادې ټولګې د برابرولو لپاره مې له ډېرو وېب سایټونو څخه کتنه وکړه، ترڅو مې  وکولای شول، چې ستاسو قدرمنو لوستونکو لپاره دا ارزښتمنې او قېمتي مرغلرې چمتو کړم.

زر تار کتاب په ۱۷۰ مخونو کې د زر ټوکونو په شمېر د سروش خپروندویې ټولنې له خوا په ښکلي او لوړ صحافت چاپ او بازار ته وړاندې شو.

زر تار کتاب زما د درې کالو د هڅو او هاند پایله ده، په دې هیله، چې دا کتاب ستاسو په ژوند کې تر یوه بریده مثبت بدلون رامنځته کړي او د یوه لارښود په توګه له تاسو سره مرسته وکړای شي. د دې کتاب لوستل د ټولو لپاره اړین بولم.

دا کتاب له لاندې کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کولای شئ:

۱ ـــ سروش کتاب پلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې، میرویس میدان ( کوټه سنګي ) کابل ــــ افغانستان.

۲ ـــ جلال آباد: مومند، ختیځ او مازیګر کتاب پلورنځي.

۳ ـــ کندهار: کروړ او صداقت کتاب پلورنځي.

۴ ـــ پکتیا: روحاني بابا، ماشاء الله او علمي کتاب پلورنځي.

۵ ـــ پکتیکا: مجاهد او شال کتاب پلورنځي.

۶ ـــ خوست: ژوندون، رحیمي او رڼا کتاب پلورنځي.

۷ ـــ هلمند: تاج منور کتاب پلورنځی.

۸ ـــ غزني: انصاري او جدید کتاب پلورنځي.

۹ ـــ زابل: خیر خواه کتاب پلورنځی.

۱۰ ـــ مزار شریف: ثقافت کتاب پلورنځی.

۱۱ ـــ کابل احمد شاه بابا مېنه: بدلون کتاب پلورنځی.

۱۲ ـــ مدقق کتاب پلورنځی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل