سینما او موسیقي

زرین خان، له سلمان خان راسره واده کوي

اعلان

د هندي سینما تر ټولو مشهور فمل ستوری سلمان خان واده نه دی کړی، خو د هغه واده له ده ډېر یې د فلم مینوال ورخطا دي او ډېر کله یې په تړاو خبرونه او اوازې هم خپریږي.

سلمان خان اوس ۵۳کلن دی.

په خپل لومړي فلم کې د هيروئینې په رول کې د سلمان خان سره لوبېدونکې اداکارې زرین خان په ډېر عجیب او غریب انداز د سلمان خان سره د واده هېله څرګنده کړې چې د فلم مینوال یې حیران کړي.

ډان نیوز د یوه هندي ورځپاڼې ټايمز اف انډیا په حواله د یوې مرکې خبرې راخیستي چې ۳۲ کلنې زرین خان د خپل لوبیز ژوند په تړاو په کې خبرې کړي چې ځینو پوښتنو ته یې جالیبه او خندونکي ځوابونه ویلي دي.

د پوښتنو په جریان کې کله چې ترې وپوښتل شوه چې د خپل ځان په تړاو کومه اوازه غواړي خپره شي؟

نو ښکلې فلم لوبغاړې زرین خان ورته وویل؛ هغه اوازه چې غواړې د خپل ځان په تړاو یې واوري دا ده چې «سلمان خان له ماسره واده کوي»

زرین خان او مشهور ستوري سلمان خان د فلم ویر وروسته د یوه بل سره په لوی سکرین باندې د فلم ریډي لپاره یوه سندره کې یوځای راښکاره شوي وه او ونڅېدل.

خو تر دې وروسته په یو څو نورو خو کمو مراسمو او ځایونو کې یې د یو بل لېدل کړي دي.

د یادولو ده چې ښکلې فلم لوبغاړې زرین خان په ۲۰۱۰ کال کې سلمان خان د خپل فلم ویر له لارې سینما ته ور وپېژندله، خو دا چې ښه کارکردګي يې وښوده نو د غوره نوې فلم ستورې جایزه یې هم وګټله.

اوس په بالیوډ کې نه یوازې په هندي ژبه یې فلمونو جوړ کړل بلکې په تیلګو او پنجابي فلمونو کې یې کار وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی