ټولنیز ژوند

څېړنه: لږ خوب د ځان وژنې لامل ګرځي

لیکنه: مریم محمدي

ژاړه: مریم محمدي

څېړونکي وايي هغه کسان چې د شپې تر پنځو ساعتونو لږ خوب لري، تر ډېره ورسره د څانوژنې فکر پيدا کېږي.

امريکايي څېړونکو ویلي چې شپې له خوا وختي ويدېدل او وختي راجګېدل د خپګان د کموالي کې مرسته کوي او د ځانوژنې له پېښو مو ژغوري.

په امريکا کې دغه څېړنه پر پنځلس زره بالغو کسانو تجربه ترسره شوې، چې ټولو د دولسو او اتلو کلونو ترمنځ عمرونه درلودل.

څېړونکو دغه تجربه نيويارک کې د کولمبيا پوهنتون په طبي مرکز کې کړې ده.

په څېړنه کې ويل شوي د ځانوژنې فکر تر ډېره د نارينه وو په پرتله له نجونو سره پيدا کېږي، او په تېره بيا هغه کسان چې فکر کوي پلرونه يې ډېره پاملرنه نه ورته کوي.

د هغو کسانو پلرونه چې په دې څېړنه کې يې پر اولاد تجربه شوې، ډېره هڅه کوي چې خپل اولاد د ماخوستن تر لسو بجو مخکې ويده کړي.

څېړنه ښيي هغه کسان چې نيمه شپه ويدېږي د هغو کسانو په پرتله چې ماخوستن له لسو بجو وړاندې ويده کېږي، ٢٤په سلو کې د خپګان له ستونزې سره مخامخېږي.

خو د څېړنې په خبره، هغه کسان چې تر پنځو ساعتونو لږ خوب کوي، د هغو کسانو په پرتله چې اته ساعته ويدېږي، د خپګان پېښې په سلو کې ٧١ ډېرې دي.

روغتيايي پالان هم ټینګار کوي، چې هر انسان بايد په شپه او ورځ کې نهه ساعته خوب وکړي، خو هغه کسان چې دغه څېړنه پرې ترسره شوې، تر اوو ساعتونو او ٥٣ دقيقو – چې نارمل خوب بلل کېږي – هم کم وخت ويدېږي.

د څېړندويه ډلې مشر ډاکټر جيمز جانګوېچ ويلي ښايي لږ خوب د مغزو د عاطفي غبرګون پر څرنګوالي اغېز وکړي، چې دا کار د سړي د خپګان لامل ګرځي او ان پر ورځنيو دندو او فعاليتونو يې هم منفي اثر پرېباسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي