ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له ځان سره د مينې ۲۱ لارې

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

مونږ په ژوند کې تر ډېره همدا زده کوو چې بايد يو هدف ولرو او بريالي شو؛ مګر په دې کې خپل ځان نه وينو.

په ژوند کې د برياليتوب او خوښ اوسېدو يو عامل له ځان سره مينه کول دي.

په دې ليکنه کې له ځان سره د مينې کولو ۲۱ لارې لولئ چې په ښه ژوند کولو کې له تاسې سره مرسته کوي:

۱ـ د خوشحالۍ لپاره په نورو تکيه مه کوئ.
مونږ تل د نېکمرغه کېدو لپاره په نورو تکيه کوو، نېکمرغي د انسان له داخله رابهر کېږي او ټولو هغو وسايلو ته چې د نېکمرغه کېدو لپاره ورته اړتيا لرو؛ په مونږ کې شته دي. فقط دومره ده چې د خپل ځان سره د مينې کولو جرأت وکړو.

۲ـ ښه خوراک کول
ښه خوراک کول له ځان سره د مينې کولو يوه نښه ده او په دې مانا ده چې مونږ خپل ځان ته په ارزښت قايل يوو.
چټک او تيار خواړه فقط مونږ مړوي؛ خو زمونږ د ذهن او وجود روغتيا په نظر کې نه نيسي، د دې پر ځای ترکاري او مېوه ډېره ګټه لري.

۳ـ مثبته انرژي
هڅه وکړئ، هره ورځ مو په مثبتې انرژۍ پيل کړئ. مثبته انرژي کولی شي په منظم ډول مونږ ته پر خپل ځان باور راوبخښي.
هر سهار چې له خوبه راپورته کېږئ، مثبت فکر وکړئ؛ تر څو هر هغه څه چې تاسې يې غواړئ، ورته ورسېږئ.
دا کار تاسو سره په ژوند کې ډېره مرسته کوي.

۴ـ د ځانګړي آراموونکي چاپېريال جوړول
د آراموونکي چاپېريال درلودل کولی شي له تاسې څخه فشار لېرې کړي.
تاسې کولی شئ، خپل د اوسېدو ځای، ستاسو د خوښې په عکسونو، شمعو او هر هغه څه مو چې خوښېږي؛ ښکلی کړئ.
تر څو د خپل لپاره يو ځانګړی چاپېريال ولرئ.

۵- ورزش کول
ورزش د ښه احساس د رامنځته کولو او د يو ښه ژوند درلودلو لپاره تر ټوله ښه لاره ده.
دا کار هر وخت مو چې خوښه وه، په ګروپي او انفرادي ډول کولی شئ.

۶- له کوره وتل
له کوره وتل د اړيکو د جوړېدو او د پوهې د زياتوالي سبب ګرځي، همدارنګه د ويټامين D يوه ښه، وړيا او د لاسرسي وړ منبع هم جوړېدلی شي.

۷- خپله خوښه پيدا کړئ.
له خپل ځان سره د مينې کولو لپاره مو هڅه وکړئ چې خپله خوښه او ذوق پيدا کړئ.
تاسو بايد له هغه څه چې شوق يې لرئ، ځان ونه ساتئ.
د خپلې خوښې وړ شيانو موندلو لپاره چې څومره کولی شئ، هڅه وکړئ.

۸- له (نه) ويلو مه وېرېږئ.
د هغو شيانو غاړې ته کول چې نه مو خوښېږي، ډېره مهمه ده.
که يو ملګری مو له تاسې د داسې کار کول غواړي چې نه مو خوښېږي، په پوره آرام ورته نه ووايئ.

۹- څومره چې ممکن وي، وخاندئ.
ډېره مهمه ده چې په ژوند کې هره ورځ وخاندئ.
که ډېر فشار درباندې وي؛ ممکن دا کار ډېر آسان نه وي؛ خو سره د دې هم ډېر ساعت تېروونکي شيان شته دي؛ نو له دې وجې څومره چې ممکن وي، په خندېدلو تمرکز وکړئ.

۱۰- دوامداره ساعت تېري
په ياد ولرئ؛ که ډېر بوخت هم وئ، بيا هم بيا هم يو څه وخت خپلې ساعت تېرۍ ته ورکړئ.
دا ساعتېري سينګارتون ته تګ، مساژ کول او يا سفر هم کېدلی شي، په دې لارې مو فکر غلطولی شئ.

۱۱- د ځان سره د مينې کولو لپاره مراقبه (ميډيټيشن)
د خپل حال کولو ښه لپاره آراموونکو او يا د خفګان ضد درملو کارولو ته اړتيا نشته.
کولی شئ، ميډيټيشن (مراقبه يا فکري عبادت) وکړئ چې د ذهن په تسکين کې مرسته کوي او په ټوله نړۍ کې د پراختيا په حال کې دی.

۱۲- د هغه کار پرېښودل چې خوښ مو نه وي.
څېړنې ښايي چې په نړۍ کې ۷۶٪ فيصده خلک هغه کارونه سرته رسوي چې نه يې خوښېږي.
په ژوند کې دا ډېره مهمه ده چې هغه کارونو پسې وګرځئ چې خوند ترې اخلئ.
دا هماغه څه دي چې د ځان سره د مينې کولو لپاره بايد پسې لټه وکړئ.

۱۳- په مثبت چاپېريال تمرکز.
که داسې احساسوئ چې ستاسو چاپېريال ستاسو په انرژۍ منفي تاثير کوي، پرېږدئ يې او مثبت چاپېريال ته تګ راتګ پيل کړئ.
د اوسېدو د ځای تغيرول کولی شي ستاسو لپاره د خوشحالوونکی او ښه احساس له ځانه سره ولري.

۱۴- په هغو فلمونو او موسيقۍ چې تاسې يې ګورئ او اورئ، پوهېدل.
دا هغه شيان دي چې مونږ ورسره مسلسل سر او کار لرو؛ مګر ځينې وختونه کېدای شي، د منفي اجساساتو راوړونکي واوسي.
که ترې ډېر متاثره کېدئ، هڅه وکړئ چې مثبت فلمونه او سندرې پيدا کړئ.

۱۵- له ټولنيزو رسنيو فاصله واخلئ.
ټکنالوژي او ټولنيزې رسنۍ د دې سبب کېږي چې مونږ د نورو اړوند مسايل او پېښې وڅارو او دا کار مونږ له خپله ځانه لېرې کوي. د خپل ځان سره د مينې کولو لپاره بايد له دې شيانو لږ لېرې شئ.

۱۶- له ځان سره په مينه کولو کې د ښه خوب اهميت
د شپې لږ تر لږه ۷ ساعته خوب کول ډېر مهم دي. ډېر خلک د خوب خيال نه کوي او دا ډېر منفي تاثيرات لري.

۱۷- اوبه څښل
ډېرو خلکو په منظم ډول د اوبو څکل هېر کړي دي او د تندې د ختمولو لپاره له خوږو څښاکونو ګټه اخلي. دا ډېره مهمه ده چې مونږ بايد د ورځې په اوږدو کې ډېرې اوبه وڅکو او يو ښه تغير په خپل وجود کې احساس کړو.

۱۸- په خپل ځان باور
يو تر ټولو مهم کار چې بايد تر سره يې کړئ، په ځان باور دی. هر وخت که مو په ژوند کې کومه ننګونه ونه منله؛ نو دا مانا چې په خپل ځان باور نه لرئ.

۱۹- د ناپېژندل شويو منل
د آينده لپاره د تشويش کولو لپاره هيڅ ځای نه شته؛ ځکه تر اوسه کومه پېښه شوې نه ده. ښه دا ده چې هر څه چې ستاسو لپاره مخې ته درځي، په خلاصه غېږه يې ومنئ؛ تر څو نويو تجربو ته لاره پيدا کړئ.

۲۰- په خپلو شته شيانو فکر کول
د هغه څه په هکله فکر کول چې نه يې لرئ، د دې سبب کېږي چې له خپلو شته شيانو هم خوند وانخلئ.
که په خپلو شته شيانو فکر وکړئ او خوند ترې واخلئ؛ نو په ژوند کې به آرام او خوښ يئ.

۲۱- په کاغذ د خپلو فکرونو ليکل
که وکولی شئ چې خپل افکار د کاغذ پر مخ وليکئ؛ نو دا د ذهن د تشېدو او د برابرېدو سبب کېږي.
په دې سره به تاسو د خپلو فکرونو په تجزيه او تحليل بريالي شئ او په پوره پوهې سره به د ځان اړوند مسايلو ته فکر وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران