ټولنیز ژوند

د ځان بښنې لپاره ۱۱ دلیلونه

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله چې ځورونې او خواشینیو بندي کړئ، نو چاپېریال ته دا اجازه ورکوئ، چې د ځان په پرتله مو په تاسو باندې ډېر زیات کنټرول پیدا کړي.

کمزوري انسانان هېڅکله بښنه نه شي کولای

ګاندي وایي بښنه د پیاوړو او ځواکمنو کسانو ځانګړنه ده. کینه او تریخوالی د زهرو په څېر دی، که اجازه ورکړئ، نو اسیروي مو او تر هغه بریده مو شاته تګ ته اړ کوي، چې نور نو خپل ځان هم نه پېژنئ.

انسان له غروره ډک موجودات دي، چې دا یو له هغو دلیلونو څخه دی، چې نه شي کولای خپلې اندېښنې او تېروتنې هېرې کړي، خو کله چې ځورونو او اندېښنو اسیر کړئ، نو چاپېریال ته دا اجازه ورکوئ، چې د ځان په پرتله مو په تاسو باندې ډېر زیات کنټرول پیدا کړي، په همدې دلیل تل باید بښنه وټاکئ. د دې لیکنې په دوام هغو ۱۱ څیزونو ته اشاره شوې ده، چې لپاره یې باید ځان وبښئ. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.

۱ ـــ د خپل تېر لپاره، ځان وبښئ

ډېره آسانه او ساده ده، چې اجازه ورکړئ، تېرې تېروتنې مو اوسنۍ شېبې له منځه یوسي، خو دا د پرېشانۍ او اندېښنې په لور تر ټولو چټکه لاره ده. ډېره زیاته مهمه ده، چې په یاد ولرئ، ټول انسانان تېروتنې کوي، غوره داده، چې له خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ او د راتلونکو تجربو لپاره ځان چمتو کړئ.

۲ ـــ د خپلو ماتو شویو اړیکو لپاره، ځان وبښئ

احساسي مسایل ساده مسایل نه دي، که غواړئ خپلو احساساتو ته اجازه ورکړئ، نو تاسو شاته تګ ته اړ کوي او له تاسو څخه راتلونکي مینه ناک فرصتونه اخلي، باید هڅه وکړئ، چې په اوس باندې تمرکز وکړئ، نه په خپلو تېرو تېروتنو باندې، ترڅو وکولای شئ، د ځان لپاره غوره راتلونکې جوړه کړئ.

۳ ـــ د خپلو کمزورتیاو په خاطر، ځان وبښئ

له شپې پرته ورځ شتون نه لري؛ همدارنګه له تیارې پرته روښنایي، زموږ په اړه هم همداسې ده، په خپلو کمزورتیاوو باندې له پوهېدو پرته نه شو کولای، چې په خپلو پیاوړو او ځواکمنو ټکو باندې پوه شو، باید خپلې نیمګړتیاوې په غېږ کې واخلئ او زده کړئ، لکه څنګه چې یاستئ هماغسې ځان ومنئ.

۴ ـــ د خپلو جزئي تېروتنو لپاره، ځان وبښئ

د سړک په سر مو له چاسره لانجه کړې ده؟ د بوټ مزی مو د پښې لاندې شوی دی؟ هېڅ ستونزه نه شته، ښایي له دې څخه بدې پېښې هم رامنځته شي، نو هڅه وکړئ، چې دې پېښو ته د طنز په سترګه وګورئ.

۵ ـــ د هغو انسانانو په خاطر، چې قضاوت مو پرې کړی دی، ځان وبښئ

انسانان ډېرې زیات توپیري دي، له درون ګرا انسانانو څخه تر بېرون ګران پورې، هنري انسان تر سوداګریزو انسانانو پورې. دا توپیرونه ناسم پوهاوی رامنځته کوي او د نورو د چلندونو په اړه قضاوت کول، چې زموږ له تګلارې او قاعده و قانون سره برابر نه دي، آسانه کوي. ټول دا کار کوي، نو خواشیني کېږئ مه.

۶ ـــ د خپلو له منځه تللو هیلو او آرزوګانو لپاره، ځان وبښئ

که تر اوسه مو دا کار نه وي کړی، تل په خپلو هیلو کې د پانګونې لپاره وخت لرئ، که پښېمانتیاوې او افسوسونه مو د هغو څیزونو لپاره وي، چې ورسره مینه مو درلوده، هېر یې کړئ او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، لومړي ګامونه پورته کړئ، که دا ګامونه هرڅومره کوچني هم وي مهمه نه ده، دا چې لږ هڅه وکړئ، هیلې او آرزوګانې به مو هېڅکله مړې نه شي.

۷ ـــ په خپل ځان باندې د نیوکو په خاطر، ځان وبښئ

کله وخت موږ په ځان باندې تر ټولو بد نیوکه کوونکي کېږو، خو مه وېرېږئ، موږ ټول همداسې یو، پرځای د دې، چې په دې موضوع باندې فکر وکړئ، هڅه وکړئ، چې له خپل ځان سره منفي زمزمې وپېژنئ او دا چې ذهن ته مو راغلې، نو وې دروئ.

۸ ـــ د هغو پلونو لپاره، چې تر  شا مو وران کړي دي، ځان وبښئ

کله چې انسانان بدلون کوي، نو په اړیکو کې هم بدلون رامنځته کېږي، کله وخت تر شا د پلونو ورانول، فکري روغتیا ته مو ګټه رسوي، خو که دا ډول نه وي، تل د له منځته تللو اړیکو د رغښت لپاره، یوه لاره شتون لري.

۹ ـــ په کار ځای کې د خپلو نیمګړتیاوو لپاره، ځان وبښئ

ټول نه شي کولای، چې په هر کار کې ښه وي او هر کار په سمه توګه ترسره کړي، دا هغه څه دي، چې نه یوازې په شخصي ژوند کې، بلکې په کار او دنده کې یې هم باید په یاد ولرئ، د دې پرځای، چې په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، چې پکې ښه نه یاست او په سمه توګه یې نه شئ ترسره کولای، په کار کې خپل ټول پام، خپلو پیاوړو ټکو ته ور وګرځوئ.

۱۰ ـــ د هغو وختونو لپاره، چې ځان غوښتنه مو کړې ده، ځان وبښئ

ټول انسانان اړتیا لري، چې کله وخت ځان غوښتونکي واوسي، څه د خپلو هیلو په څارلو کې وي، څه په شخصي پرمختګ کې او څه هم په کاري بدلون کې. دا هغه څه نه دی، چې وغواړئ، لپاره یې خجالت وباسئ.

۱۱ ـــ د هغو وختونو لپاره، چې لټي مو پکې کړې ده، ځان وبښئ

ټول نه شي کولای، چې تل فعال واوسي، که داسې وختونه وو، چې خوښېده مو یوازې استراحت وکړئ او هېڅ کار ترسره نه کړئ، اړتیا نه شته، چې د هغه لپاره د ګناه احساس وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل