ټولنیز ژوند روغه سټه سینما او موسیقي کلتور او هنر

د زمزمو او ترنم ګڼې ښیګڼې؛ روغتیا ته مو دا ګټې لري

لیکنه: ياران

ژباړه: صادق طارق

کم داسې خلک به وي، چې د خوښې سندرې به نه لري. که تاسې له دې ډلې نه یئ، راځئ د زمزمې او ترنم په روغتیایي ګټو پوه شئ او د خوښې سندرې مو درسره ووایئ.

دا ګټې د روغتیا پوهانو لخوا په نښه شوي او د ریښتینو څېړنو زیږنده دي.

دفاعي سیستم مو پياوړی کوي
روغتیا پوهانو د هغو کسانو چې له ځان سره زمزمې کوي او هغوی، چې نه یې کوي، جلاـ جلا څېړنې کړي.
دوی وایي هغوی چې زمزمې کوي، د هغوی په پرتله، چې نه یې کوي، له پياوړي دفاعي سیستم څخه برخمن دي.

د وجود جوړښت مو ښکلی کیږي
جالبه به وي، چې اورئ له سندرو ویلو سره د وجود جوړښت ته ګټه رسیږي؛ په خاصه توګه هغسې سندرې ویل چې د دوستانو په منځ یا خصوصي محفلونو کې په ولاړه وي.
داسې نېغ دریدل د وخت له تېریدو سره ستاسې په عادت بدلیږي او دغه عادت کولای شي د سینې قفس او اوږې مو نېغې او ښکلې کړي.

سندرې ویل ورزش دی
دا به هم درته جالبه وي، چې له سندرو سره څنګه ورزش کیږي؟ خو دا واقعیت دی، ځکه د یوې زمزمې پروخت حتماً هڅه کوئ، چې کلیمات په ښه ډول ادا او له دې اداینې سره د خولې مختلف حرکات وکړئ.
د خولې ترڅنګ کیدای شي د لاسونو، سر او وجود د نورو برخو حرکات هم وکړئ، چې دا په ورزش کې راځي او له دې اړخه هم ګټه درته کوي.

د وینې جریان قوي کیږي
له زمزمې، ترنم یا سندرې ویلو سره ستاسې د وجود د وینې جریان قوي كیږي.
دلیل یې دا دی، چې د وجود غړي مو فعاله کیږي او دغه فعالیت خیټه او نورې برخې په حرکت راولي.

خوب مو ښه کیږي
روغتیا پوهان دا هم وایي، چې له سندرو ویلو سره د انسان د خوب وضعیت ښه کیږي.
دلیل یې دا ښيي، چې د خولې او حلق له تقویه کیدو سره د خراري سطحه کمیږي او په ارامه خوب ته مو زمینه مساعدیږي.

خپګان مو کمیږي
له سندرو ویلو سره هم په عامه اصطلاح د زړه زنګ لیرې كیږي او هم د وجود د حرکاتو له زیاتیدو سره ستاسې خپګان کمیږي.
سندرې ویل په رواني لحاظ ستاسې بوج کموي او خپګان ورکوي.

پر پورتنیو مسئلو اخوا د سندرو ویلو دا ګټې هم د پام وړ دي:
– ستاسې حافظه پياوړې کوي، په دې دلیل چې د خوښې سندرې مو مجبوره یئ، چې ذهن کې وساتئ او په دې ډول مو حافظه فعاله او قوي کړئ.

– هغه کسان، چې ژبه یې نښلي، سندرې ویل یې د ژبې په روانۍ کې مهمه ونډه لري.

– د سندرغاړو په اړه مو فکر بدلیږي،ښه یې درک کوئ او په درناوي ورته قایلیږئ.

– سندرې ویل مو ژورې ساه اخیستو ته مجبوروي، چې دا کار د نورو ښیګڼو ترڅنګ ستاسې د پوستکي د ښکلي کیدو سبب ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران