سپورټ نړیوال کرکټ

د زیمبابوې مرور لوبغاړي بیا سره پخلا شول

دوه میاشتې وړاندې د زیمبابوېد کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړو د دغه هېواد د کرکټ بورډ سره د خپل معاش  د نه ورکړې په سر د لوبډلې څخه پریکون وکړ، چې خبره د کرکټ تر نړیوالې شورا پورې ورسیده.

ویکټ کیپر توپ وهونکي برینډن ټایلر، الراونډر سکندر رضا او کپتان ګریم کریمیر، توپ وهونکي شین ویلمس او نورو خبرداری ورکړی و، چې تر څو یې کرکټ بورډ زاړه حسابونه پاک نکړي، نو د زیمبابوې په کرکټ ملي لوبډله کې به ګډون ونکړي.

 دغو لوبغاړو د خپل پریکون سره سم د زیمبابوې لوبډله کې د پاکستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو سره د ۲۰ اوریزه سیالیو په درې اړخیز سیریز کې ګډون ونکړ او زیمبابوې لوبډله هم د دوي په نشتون کې په خپل کور کې د مسلسل ماتو سره مخ شوه.

 وروسته له هغې چې دغه لوبډله د پرلپسې ماتو سره مخ شوه د زیمبابوې کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی «لال چاند راجپوټ سیتها رام» د خپلې لوبډلې لپاره د نوي روزونکي په توګه په دنده وګماره او هم یې اوس خپلې لوبډلې ته د د پریکون کونکو لوبغاړو د بیرته راګرځیدو په اړه خبر ورکړ، خو لا هم الراونډر سکندر رضا په دغه لیست کې نه دی شامل.

څو ورځې وړاندې زیمبابوې کرکټ بورډ سکندر رضا د کلني قرار دا څخه هم بې برخې کړ او په وینا یې د اصولو ماتولو له کبله یې دغه لوبغاړي ته قرار داد نه دی ورکړی.

 زیمبایوې د روان ۲۰۱۸ م کال په وروستیو کې د جنوبي افریقا او بنګله دیش سفر لپاره تیاری نیسي، چې نوي روزونکي لال چاند ته به هم په دغه سیریز کې د روزنې دنده یو سخت ازمایښت وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی