افغانستان سیاست

زلمي رسول؛ د غني او عبدالله مخکینی مخکښ سیال بیا را میدان ته شوی

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو درېیم مخکښ نوماند ډاکټر زلمی رسول چې په هغو ټاکنو کې د ډاکټرغني او ډاکټرعبدالله بل مخکښ سیال ګڼل کیده، تر اوږدې نادرکۍ وروسته بیا د سیاسي رقابت میدان ته راغلی.

نوموړي د ۲۰۱۴ ټاکنو په لومړي پړاو کې له عبدالله او غني څخه وروسته درېیمه لوړه رایه (۱۲سلنه) ګټلې وه.

رسول د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او ډاډه دی، چې که ټاکنې شفافه او کمیسونونه یې مستقل وي، دی به ولسمشر شي.

ژوند لیک یې
ډاکټر زلمی رسول د پوهاند عبدالقیوم زوی د ۱۹۴۳ میلادی کال د اکتوبر په ۱۱ نیټه د کابل په ښار کې زیږیدلی، د استقلال عالی لیسی څخه په لومړی درجه فارغ او په ۱۹۷۳ میلادی کال کې یې د فرانسې له طبې پوهنتون څخه ډاکټری تر لاسه کړی ده.

نوموړی د پاریس د زړه د ناروغیو د څیړنیز انستیتوت د ډاکټر، په فرانسه کې د افغانستان حقیقت مجلې چې په جهاد پوری تړلی وه د مسول، د سعودی عربستان د مسلحو قواوو د روغتون د ډاکټر او همدارنګه په روم کی د ملت د بابا الحضرت محمد ظاهرشاه د دفتر د ریس په توګه دندې ترسره کړي.

هغه د بون په کنفرانس کې چې په ۲۰۰۱ کې جوړ شو د ملت د بابا محمد ظاهر شاه په نماینده ګۍ له مهمو ګډونوالو څخه و.

نوموړی د لنډ مهاله حکومت د راتلو سره د هوایي چلند د وزیر په توګه و ټاکل شو.

په ۲۰۰۲ میلادی کال کې د ولسمشر کرزي لخوا د ملی امنیت شورا دفتر رامنځته او دی یې لومړنی مشر شو.

په ۲۰۱۴م کې چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې، زلمي رسول له عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ

زلمی رسول په ۲۰۱۰ میلادی کال کی د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار پیل او د ۲۰۱۴ د ولسمشریزو ټاکنو په نیږدې کیدو ترې مستعفي شو.

شخصي ژوند
زلمی رسول په پښتو، دري، انګلیسي، فرانسوي او ایټالوي ژبو خبرې کوي او له عربي ژبې سره هم بلدتیا لری.

هغه سره له دې، چې د کندهار دی او مورنۍ ژبه یې پښتو ده، خو خورا ستونزې پکې لري او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر وخت یې پښتو ویناوې له دې کبله مسخره شوې.

د زلمي رسول په اړه وېل کیږي، چې واده نه لري او تر اوسه یوازې ژوند کوي.

له ملي یووالي حکومته ناراضه
زلمی رسول، چې د تېرو ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې یې د ډاکټرعبدالله ملاتړ کاوه؛ د ملي یووالي حکومت له وحشتناکو درغلیزو ټاکنو وروسته په ناقانونه ډول جوړ شوی حکومت ګڼي.

هغه وایي دوی د حکومت د سیاسي هوکړه لیک له مخې تمه لرله، چې په ۲ کلونو کې به لویه جرګه جوړیږي، اساسي قانون به تعدیلوي او له سره به رڼې ولسمشریزې ټاکنې کیږی، خو حکومت دا ژمنې عملي نه کړي.

د پارلماني نظام ملاتړی
زلمی رسول هم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې او هم اوس د پارلماني نظام د رامنځته کولو ژمنه کړې وه/ کړې ده.
هغه د دغه نظام د ملاتړ دلیل د ولسمشر د انحصاري واکونو کمول او د قدرت عادلانه وېش ګڼي.

سوله ملي اجماع نه لري
زلمی رسول وایي د افغانستان قاطع اکثریت سوله غواړي، خو د سولې د لاسته راوړلو په اړه حکومت تراوسه د جامع طرحې او واقعي ملي اجماع په جوړولو نه دی بریالی شوی.

غني هم د بد میراث شریک دی
دغه ولسمشریز نوماند، چې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له نیږدې کسانو دی، د اوسني ولسمشر هغه مسلسله ادعا ردوي، چې ګواکې اوسنۍ ستونزې تر ډېره د مخکیني حکومت ور پاتې میراث دی.

زلمی رسول وایي، که غني ټوله پړه په مخکیني حکومت اچوي، دا دې نه هېروي چې دی خپله هم د هماغه حکومت یو لوړپوړی مقام او د همدې ستونزو له مسولیت لرونکو څخه و.

د زلمي رسول په اړه قضاوتونه
– معتدل، له فساد، زورواکۍ او ناندریو پاک سړی دی.
– محافظه کار، وخت تېرونکی، بې مدیریته او سمبولیک سړی دی.
– ملي او ټولو لوریو ته د منلو وړ سړی دی.
– تش په نوم پښتون سیاستوال دی، حتا خپله ژبه او ارزښتونه ورته محترم نه دي.
– د کرزي لوډسپیکر دی، خپل فکر، خبره او دریځ نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي