رسنۍ

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مهر تاج

د زکات حکم
زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی.

د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي:

څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي:
۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي.
‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي.
۳_ عقل؛ ليونی به نه وي.
۴_ بلوغ؛ نابالغ به نه وي.

څلور شرطونه په مال پورې اړه لري او هغه په دې ډول دي:
۱- د پوره نامي (زیاتیدونکي) نصاب مالک به وي، چې د سره زرو نصاب شل مثقاله، د سپينو زرو دوه سوه درهمه او تجارتي شيان چې قيمت يې دوه سوه درهمو ته رسيږي، دی.

دا چې شل مثقال سره زر او دوه سوه درهم سپېن زر څومره وزن کيږي؟ د مولانا عبدالحی رحمه الله له څېړنې سره سم دوه سوه درهمه شپږدېرش تولې او پنځه نيمې ماشې کيږي چې شل مثقاله سره زر، پنځه تولې او يوه نیمه ماشه کيږي.

د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د تحقیق موافق: دوه سوه درهمه، دوه پنځوس تولې او شپږ ماشې کیږي چې شل مثقاله سره زر، اوو تولې او شپږ ماشې کيږي.
مفتي شفيع رحمه الله همدا قول غوره کړی دی او همدا اوس معمول هم دی.

۲- حولان حول شرط دی، يعني کال تېريدل.
۳- د زکات د وجوب سبب دا دی چې مال به له قرض ازاد وي.
۴- مال به حلال وي.

زکات به چاته ورکول کيږي؟
الله تعالی يې په هکله فرمایي:
إِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِينِ وَالْعٰمِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِى الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِينَ وَفِى سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

ژباړه: دا صدقې خو په اصل کښي د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چې زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستې لپاره د خداى په لار کښي او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى. [سُوۡرَةُ التّوبَة : 60]

په پورته ایت کریمه کې #اته ډوله کسان ذکر شوې دي، چې د ايت تفسیر يې په دې ډول ذکر کوو :
لکه څرنګه چې د صدقو په ویش کې په نبي کریم ص طعن شوی ؤ، نو ځکه خبرداری ورکوي، چې د صدقو طریقه د الله تعالی له جانبه مقرره شوې ده او پاک الله ج د صدقو د لګښت ځایونه ټاکلي (مقرر) کړي او د هغې فهرست یې نبي کریم ص په لاس ورکړی دی چې له هغې سره یې سم ویشي او د هېچا د غوښتنې تابع نشي کیدی.

په حدیث کې رسوالله ص فرمایلي دي: الله ج د صدقو (زکات) د ویش اختیار نبي ته نه دی پریښی بلکې بالذات یې پخپله د هغه د لګښت ځایونه ټاکلي دي چې عبارت دي له:
۱- فقیرانو ته: چې له دوی سره هېڅ شی نه وي.

۲- مساکین: چې دوی سره په اندازه د دوی د حاجت څه نه وي، یعني مسکینان نسبت فقراو ته لږ څه لري، خو فقیر هېڅ هم نه لري، دا یې فرق دی.

۳- عاملین: هغه څوک چې د اسلامي حکومت له لورې د صدقو په راغونډولو مقرر شوې یا مامور وي.

۴- مؤلفة القلوب: هغه کسان چې دوی د اسلام راوړلو هیله مند کېږي، یعني کافر وي، خو زړه یې اسلام ته مایله وي. ((دا حکم اوس نشته دا د نبي کریم ص د وفات سره له منځه تللی دی.))

۵- فی الرقاب: مریان، د دوی اخیستل او ازادول، چې دا هم «اوس نشته»

۶- غارمین: قرضداران، یا هغه کسان چې په دوی کومه حادثه راغلي وي.

۷- فی سبیل الله: د الله په لاره کې په جهاد یا نورو ښو کارونو پسې تلل.

۸- ابن السبیل: هغو مسافرو سره مرسته کول، چې د سفر په حالت کې د نصابو مالک نه وي.
د حنفاوو په نزد تملیک په هر صورت کې ضروري او فقر شرط دی. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د فقهي کتابونه کتلی شئ!
دا یې اړمن او مستحق کسان شول.

چاته باید ورنه کړل شي؟
– زمونږ هدف باید د الله ج رضا وي، ځکه کله چې مونږ د ریا، شر او فساد نه خلاص شو، نو هله کولای شو صدقه اړمنو کسانو ته ورسوو.

– بل صدقه یا فطر د دستور مطابق یوازې د کلي مسجد یا امام ته ورنه کړلی شی.

– اصل یې فرعې او فرعه یې اصل ته نشي ورکولی، یعني والدین بچو او بچي یې مور و پلار ته نشي ورکولای، همدا راز چې ترمنځ یې د زوجیت خپلوي وي، يعني ميړه يې ميرمن او مېرمن يې ميړه ته نشي ورکولای؛ ځکه په دوی نفقه واجب ده او حق یې ورسره دی. خویندې یې وروڼو او وروڼه یې خویندو ته ورکولی شي چې فقیر و مسکین وي!

سرسايه/ صدقه فطر
د زکات او د سرسايې د نصاب ترمنځ همدومره توپير دی چې د زکات نصاب کې مال “نامي” کيدل شرط دي او سرسايه کې دا شرط نشته.

سرسايه په چا واجبه ده؟
۱- هغو بالغانو باندې چې د نصاب مالکان وي.
۲- هغو نابالغانو باندي چې د نصاب مالکان وي.
۳- هغو نابالغانو باندې چې پلرونه يې د نصاب مالکان وي، د پلرونو له ماله به يې سرسايه ورکول کيږي.

د سرسايې د غنمو اندازه تقریبا دوه کیلو راځي.
– سرسايه د امام د امامتۍ په اجرت کې ورکول ناجائز دي.
– د ميرمن سرسايه په ميړه نده واجبه. که ميرمن د نصاب مالکه وه، له خپل ماله به سرسايه ورکوي او که نه وه، بيا پرې واجبه نده.
– که زامن له پلار سره شریک وي او د کاروبار ګټه یې پلار اخلي، نو په پلار يې واجبه ده چې د زامنو لخوا سرسايه ورکړي.

خیرات
که نفلي وي او که واجب وي دواړو کې د زکات په څېر تمليک شرط ده. نفلي خیرات مالدار او غريب دواړه خوړای شي، خو غوره ده چې غريب ته ورکړل شي.
واجب خیرات يوازې غريب خوړای شي.

څرنګه کولای شو، دغه اړمن خلک پیدا او په شفافه توګه یې ور ورسوو؟
اول – خپلو خپلوانو ته به ورکو کیږي.
دویم – ګاونډیانو ته به ورکول کیږي.
دریم – کلی کور (قریه وغیره) کې به ورکول کېږي.
څلورم – یتیمانو ته هم ورکول کیدای شي، خو د یتیمانو اولیاؤ ته به ورکول کیږي، یعنې د هغه چا په غاړه چې د دوی نفقه او پالنه وي!
خو بهتر یې همدا حاجتمند یا اړمن خلک دي چې باید ورکړل شي!

سوال پیدا کېږي چې که چیرته څوک له هیواده بهر وي، چې هلته د زکات هیڅ مستحق نه وي، نو بیا به څه کوي؟
ځواب: د باوري شخص په لاس اړمنو ته لیږلی شي، یا هم که خپله ورته معلوم وي هم ورته مشخص کولای یې شي، چې هماغوی تسلیم شي.

په خیریه ټولنو باور او ډاد لرلی شو چې دا مرستې ورسوي؟
که چیرته اسلامي ټولنې وي، نو هو، دوی د هر څه لپاره جدا جدا اکونټونه لري، لکه د کونډو یتیمانو لپاره جدا اکونټ، د مساجدو لپاره جدا، د فقرا و مسکنانو لپاره جدا او دیته ورته د استراري کومکونو وغیره لپاره جدا جدا اکونټونه او بودیجې لري او باور پرې کیدلی شي.

څو مسئلې
۱- د غريب د واده لپاره زکات ورکول صحيح دي، خو د نصاب تر کچې ورکړه مکروه ده.
۲- په قرض ورکړل شويو روپيو کې هم زکات واجب دی، خو هغه وخت چې ترلاسه يې کړي.
۳- د زکات په مال کې تازه نرخ ته کتل کيږي، يعنې یو شی يې په لس اخیستی اوس په شل دی، همدا شل به معتبرولی شي.
‌۴- چاته چې د ویش لپاره د زکات مال ورکړل شي، هغه یې خپلې میرمنې ته ورکولی شي.
۵- خواښې ته یې ورکول سم دی.
۶- د جومات امام ته د امامتۍ بدل کې زکات ورکول نه صحیح کېږي؛ ځکه زکات کې پرته له بدله تمليک شرط دی.
۷- د دوکان په مالکيت کې زکات نشته، بلکې کرايه یې چې نصاب ته رسيږي، هغه کې زکات ده.
۸- د زکات را ټولونکی د لارې خرڅ د زکات له روپيو اخیستل کیدای شي.
۹- که چاته يې زکات په دې فکر ور کړ چې دی د زکات وړ دی، خو وروسته څرګنده شوه چې نوموړی یې وړ ندی، زکات يې شوی، ترې واپس کول يې ضروري ندي.
۱۰- د زکات مال مهتمم او یا د مدرسې استاد ته په تنخواه کې ورکول نا جائز دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج