د افغانستان پوهنتونونه زده کړې

د زابل د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د زابل ولایت لپاره د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظوره شوه چې رسمي چارې یې د ۱۳۹۶ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۵مه د یوه پوهنځي (ښوونې او روزنې) او ۲۰۰ محصلینو په درلودو سره پیل شوې. د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، د ښوونې او روزنې پوهنځی څلور ډېپارټمنټونه (کیمیا، فزیک، ریاضي او بیالوژي) لري.

د پوهنیار کاکړ په خبره، سږ کال هم ورته د کانکور له لارې ۲۰۰ محصلین معرفي شوي دي چې اوس یې د ټولو برحاله محصلینو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسېږي چې له دې ډلې د ګوتو په شمېر یې ښځینه محصلینې دي. دی وایي، موسسه یې هر کال د لږ تر لږه ۲۰۰ نویو محصلینو د جذب وړتیا لري. د زابل د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د تدریس چارې د ۱۶ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. پوهنیار کاکړ وایي، له دې ډلې یې دوه تنه استادان یو د چین او بل هم د هند هېواد ته، یو د ازادې سیالۍ او بل هم خپله د زابل د لوړو زده کړو موسسې له ونډې څخه د ماسټرۍ اخیستو لپاره تللي دي چې د ماسټرۍ پروګرام له بشپړولو وروسته به بېرته خپلو دندو ته را وګرځي. نوموړی وایي، تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د دې موسسې پنځه تنه نور استادان هم په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل شي.

څه کم دوه کاله کېږي چې د زابل د لوړو زده کړو موسسې فعالیت پیل کړی دی، خو د دې موسسې د رییس په خبره یې د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلینو لپاره چې د زابل د لوړو زده کړو یوازینی پوهنځی دی، یو کوچنی کتابتون هم جوړ کړی دی. پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، د کابل پوهنتون، علومو اکاډمۍ، کندهار پوهنتون او یوشمېر نورو ادارو په مرسته یې تر اوسه پورې ۳۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه را ټول کړي دي چې محصلین او استادان ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. که څه هم چې د زابل د ښوونې او روزنې څلور واړه ډېپارټمنټونه په ساینسي برخه کې دي، نو لازمه ده چې تر یوې کچې پورې هر ډېپارټمنټ ته اړوند ساینسي کتابونه برابر شي، څو محصلین وکړای شي په خلاص لاس خپله څېړنه او په اړونده برخه کې مطالعه وکړي. ښاغلی کاکړ وایي، هڅه به یې دا وي چې کتابتون پراخ کړي او د محصلینو د اړتیا اړوند کتابونه ورته برابر کړي.

د زابل د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې خپلې اداري او تدریسي چارې د زابل ولایت مقام په پخوانۍ ودانۍ کې مخ ته وړي. د دې موسسې رییس وایي، د دوی د محصلینو په ډله کې د ګڼو ولایتونو اوسېدونکي دي چې ډېری یې د لیلیې په شرایطو برابر هم دي، خو دا چې دوی تر اوسه پورې د اداري او تدریسي ودانیو له نشتون سره مخ دي، نو هغه کسان چې د لیلیې شرایط یې پوره کړي دي، د لوړو زده کړو وزارت د بدل اعاشې د مقررې له مخې ورته په میاشتني ډول د بانکي حساب له لارې نغدې پیسې ورکول کېږي چې بیا دوی خپل د قلات په بازار کې د ځان لپاره کوټې نیولې دي او پکې اوسېږي. پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، د لوړو زده کړو وزارت ته یې پنځه میاشتې مخکې د اداري، تدریسي او لیلیې لپاره د ودانیو جوړولو وړاندیز کړی دی چې په دې برخه کې د ښار جوړونې وزارت لخوا د زابل د لوړو زده کړو موسسې لپاره د لیلیې د ودانۍ د ډیزان چارې پای ته رسېدلې او په نږدې راتلونکې کې به یې عملاً د جوړولو چارې پیل شي.

دا چې د زابل د لوړو زده کړو موسسه د کندهار پوهنتون یو فلیال بلل کېږي، نو په هر اړخیزه توګه یې د زابل دلوړو زده کړو له موسسې سره مرسته کړې ده. د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار رحمت الله کاکړ وایي، د کندهار پوهنتون ادارې وره سره د تدریسي او علمي معاونیت په جوړولو، تشکیل جوړولو او په ټوله کې د دې موسسې په جوړښت کې خورا ډېره برخه اخیستې ده او په اصطلاح د کندهار پوهنتون یوه برخه بلل کېږي. ښاغلی رحمت الله کاکړ چې له دې وړاندې د کندهار پوهتنون استاد و، د کندهار پوهنتون د اداري پلاوي په مشوره او غوښتنه د زابل د لوړو زده کړو موسسې لپاره د رییس په توګه ټاکل شوی دی. پوهنیار کاکړ وایي، له دې سره په څنګ کې د زابل د لوړو زده کړو موسسه د پکتیکا پوهنتون، لوګر د لوړو زده کړو موسسې او میدان وردګو د لوړو زده کړو موسسې له ادارو سره په اړیکه کې ده، د هغوی له کریکولم، تجربو او دا چې څه ډول یې دغه دوره بشپړه کړې ده، ګټه اخلي.

د زابل د لوړو زده کړو موسسې اداره د راتلونکې لپاره دوه پلانونه مخ ته وړي چې یو یې علمي او بل هم د موسسې لپاره په ساختماني برخه کې دی. پوهنیار کاکړ وایي، په لومړي سر کې یې د ولایتي ادارې په مرسته د لوړو زده کړو د موسسې لپاره چې په راتلونکې کې به پوهنتون ته ارتقاع کوي، ځمکه مشخصه کړه چې له دې وړاندې نه وه معلومه شوې. دی وایي، اوس دوی د پوهنتون لپاره ۳۷۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده چې د احاطې کارونه یې عملاً روان دي او ډېر ژر به پای ته ورسېږي. دغه راز یې د لوړو زده کړو وزارت، مالیې وزارت، اقتصاد وزارت او ښار جوړونې وزارت ته د اداري، تدریسي، لیلیې او نورو ودانیو د جوړېدو غوښتنلیکونه سپارلي دي چې له دې ډلې به یې د لیلیې د ودانۍ کارونه ډېر ژر د ښار جوړونې وزارت له لوري پیل شي. پوهنیار کاکړ وایي، تمه ده چې د تدریسي او اداري ودانیو د جوړېدو چارې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ ډېر ژر پیل شي، ځکه له دې ودانیو پرته دوی نه شي کولی خپلې ورځنۍ چارې مخ ته یوسي، ځکه اوس هم د ولایت په پخوانۍ زړه ودانۍ کې خپلې ادارې او تدریسي چارې مخ ته وړي چې جوړښت یې د تدریس لپاره جوړ نه دی. نوموړی وایي، له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست ورسره ژمنه کړې ده چې د احاطې له بشپړېدو سره سم به د زابل د لوړو زده کړو موسسې لپاره د غونډو یو تالار جوړ کړي. کاکړ وایي، د زابل د حج او اقافو ریاست هر کال په یاد ولایت کې د یوه جومات د جوړولو چارې پر غاړه اخلي او ژمنه یې ور سره کړې ده چې راتلونکی کال به د زابل د لوړو زده کړو د موسسې لپاره یو جومات جوړوي.

د زابل د لوړو زده کړو موسسې د ادارې دویم پلان په تدریسي او علمي برخه کې دی. د دې موسسې رییس وایي، دا چې زابل ولایت اوس د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دی، نو په همدې موخه یې لومړی له لوړو زده کړو وزارت څخه د ښوونې او روزنې پوهنځي منظوري اخیستې او اوس عملاً د دې پوهنځي په څلورو ډېپارټمنټونو کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي چې دوه کاله وروسته به زیات شمېر مسلکي ښوونکي نه یوازې په زابل ولایت، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ښه او مسلکي تدریس په موخه په ښوونځیو کې وګومارل شي. ښاغلی کاکړ وایي، په یاد پوهنځي کې یې د دریو نورو ډېپارټمنټونو ( پښتو ادبیاتو، انګلیسي ادبیاتو او اسلامي تعلیماتو) د جوړېدو فروپوزلونه جوړ کړي او لوړو زده کړو وزارت ته به یې د منظورۍ لپاره واستوي.

دا چې د زابل ولایت ډېری وګړي پر کرنه بوخت دي او هر کال زیاته تازه او وچه مېوه د هېواد ولایتونو او نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادروي او یا په ټوله کې د افغانستان جغرافیایي جوړښت ته په کتو سره چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه بوخت دي، نو د زراعت په برخه کې مسلکي کسانو ته پوره اړتیا لیدل کېږي. د همدې ټکي په نظر کې نیولو سره د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د تدریسي ودانیو په جوړېدو سره به د دې موسسې لپاره لوړو زده کړو وزارت ته د کرنې پوهنځي د منظورۍ وړاندیز هم وکړي.

د زابل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دا چې دغه موسسه نوې تاسیس شوې ده، نو شته امکانات یې په نشت حساب دي. اداري ودانۍ، تدریسي ودانۍ، کتابتون، لیلیه، جومات، لابراتوار، طعام خوري، د غونډو تالار، سپورټي میدانونه، شنه ساحه، برېښنا، ژورې څاه ګانې او نور اړین شیان هغه څه دي چې یاده موسسه ورته جدي اړتیا لري. ښاغلی کاکړ له لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه غواړي چې په یادو برخو کې ورسره هر اړخیزه مرسته وکړي، څو زابل ولایت هم چې په دې برخه کې ډېر وروسته پاتې دی، د نورو ولایتونو په څېر د لوړو زده کړو د یوې مجهزې موسسې او په راتلونکې کې د یوه پرمختللي او داسې پوهنتون درلودونکی شي چې په بېلابېلو پوهنځیو کې یې محصلین لوړې زده کړې وکړي، څو خپل هېواد او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.